د عمر بن عبد العزیز نصیحت!

مسلمة بن عبدالملک د اموي کورنی مشهور قائد او قومندان و، دی یوه ورځ عمر بن عبد العزیز رحمه الله ته ورغی، په داسې حال کې چې یو.ډول قیمتي مصري جامې یې اغوستې وې، عمر ورته وویل دا جامې مو په څو اخیستې دي؟ هغه وویل: په دومره، عمر ورته وویل: که دا جامې لیږ ارزان بیه وی؛ ستا عزت او شرافت کې به څه کمي راغلې وه؟ هغه ول نه، عمر زیاته کړه: که جامې مو له دې هم قیمتي وی، ستا عزت او درنښت کې به زیاتوالی راغلی و؟ هغه ول نه.

نو عمر رحمه الله ورته وویل: نو پوه شه اې مسلمة! په اقتصاد کې تر ټولو غوره منځلاري هغه ده چې د وس او قدرت پر مهال وکړل شي، تر ټولو غوره بښنه هغه ده چې د قدرت پر مهال وکړل شي او له خلکو سره تر ټولو غوره نرمي او ښه چلند هغه دی چې له واک او قدرت وروسته ترسره شي. الأمالي لقالي

ځینې خلک، بلکې ډېری خلک جامو، پګړۍ، موټر وغیره ته زیات متوجه یي او ښه زیات لګښت پرې کوي او چې څوک څومره وس لري هغومره زیاتی کوي، خو دا د سړي په کمال او جوهر کې یوه پیسه زیاتوالی هم نه راولي، داسې هم نه ده چې ښه جامه کارول ناروا ده، بلکې مشکل نه لري، خو زیات قیمتي شی کارول په اسراف کې راځي، خصوصا په دې نیت چې ځان مغرور وښیي؛ بیا نو ګناه ده. الله مو دې وساتي.

استاذ حامد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button