وانګ یو: چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

عزم (یکشنبه، ۲۶مرغومی، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې ویلي، چې چین نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، وانګ یو د کورنیو چارو وزیر ته وویل، چین د نورو هېوادونو خلاف غواړي خپلې بشري مرستې د اسلامي امارت له لارې توزېع کړي او دې لړۍ ته به دوام ورکړي.: «افغانان حق لري چې په خپل هېواد کې د خپلې خوښې او په خپلو ديني کلتوري ارزښتونو ولاړ نظام جوړ کړي او چین ژمنه کوي چې د افغانستان په داخلي چارو کې به لاسوهنه نه کوي.»

د چین سفیر زياته کړه: د تېرو شلو کلونو تجربې زموږ مخې ته پرتې دی او موږ له نړیوالو غواړو چې افغانان پرېږدي د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي او هڅه ونه کړي چې په افغانانو پردۍ مفکورې وتپي ځکه افغانان د پرديو مفکورو سره حساسیت لري.«د تئرو شلو کلونو د ټولو ستونزو پړه د امریکا په غاړه ده نو بايده ده چې په افغانستان کې رامنځته شوي بشري ناورین مسئوليت هم امریکا په غاړه واخلي او د افغانانو سره مرسته وکړي او هم ېې کنګل شوې شتمنې يې ورخلاصه کړي.»

د وانګ یو په خبره، امریکا غواړي چې په اقتصادي بنديزونو د خپلې ماتې غچ له افغانانو واخلي. امریکا په افغانستان کې ټولشموله حکومت، د بشر حقونه، د مېرمنو حقونه، د بیان ازادي، د بهانې په توګه کاروي؛ خو چین غواړي د افغانانو ديني او کلتوري ارزښتونو ته په درناوي د افغانانو سره کار وکړي ترڅو دوي په پښو ودرېږي.

کورنیو چارو وزیر وویل: چین دې د افغانستان حکومت سره د نظام په رسمیت پېژندنه کې مرسته وکړي  او هم يې ټينګار وکړ چې اسلامي امارت هغه ژمنې عملي کړي چې د نړۍ او ګاونډيو هېوادنو سره يې کړي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد نه کارول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: