اوبه له اسمانه، زېرمه له ځانه!

په داسې حال  كې چې له تېرو دووكلو راهيسې په ټول هېواد  كې پرته له معمولي پرخې چندان  داسې باران نه ؤ شوى چې پرځمكه اوبه روانې كړي اويا غرونو كې د واورو څه زېرمې جوړې شي خو الحمدالله اوس دادي و چكالۍ، جګړو اوبې وزلۍ ځپلي هېواد پر لروبر داسې الهي رحمت را نازل شو چې هيله ده راتلونكي پسرلى به يې د نعمتونو له پرېمانۍ ډك وي-واقعيت هم دادي چې زموږ د وطن طبيعى جوړښت ځكه د ډېر باران غوښتونكى دى چې زياتره برخه يې غرونو نيولې اوارې خاورينې ځمكې او د منظمى كروندې وړسيمې يې كمې دي- ښكاره ده چې له دې ډول ځمكو خصوصاً هغه مهال پوره ګټه اخيستل كېدى شي كله چې باران زيات او للمى حاصلات يې ښه راشي- ضمنا طبيعى ګيا اوبوټي- شنيلي هم ورسره زياتيږي چې دهېوادوالو رمو- ګلو اوهر ډول ځارويو د مړيدو لپاره خورا مهم توګي اوگټور مجال دى.

څرنګه  چې د هېواد همدې غرني جوړښت د اوبو د سترو ويالو، كانالونو او مزرعو جوړولو چاره تريوې اندازه سخته كړې ده، همدا وجه ده چې عام ولس له خپل ضرورت سره سم په خپله خوښه وړې وړې ويالې غځولې او خپل مقصد يې ترې پوره كړي  دى- خو په همدې ترڅ  كې بيا له همدې تنده ځپلي هېواده اوس هم لږترلږ اته داسې له اوبوډك سيندونه زموږ ګاونديو هېوادو ته ور بهيږي چې دهغوي ډېرې پراخه سيمې ورته خړوبوي- خو ترڅنګ يې  زموږ ځينې لوى لوى ډاګونه هم وچ پراته دي- په دې له ډېرې پخوا راهيسې دلته د اوبو د وېش، زېرمه كولو او ښه ډول كارولو په برخه كې له ټولو افغانانو زښت ډېره بې پروايي اولټي شوې ده- ددغې لټى او  غفلت پايله هغه وخت ښه معلومېدى شي، كله چې سړى له هېواد نه بهرنورو ته ډك ورتلونكي سيندونه اوبيا خپل هېواد كې يې ترڅنګ وچواو پراخو دښتو ته كتنه وكړي- په هر صورت رښتيا ده چې او به له اسمانه خوساتنه يې له ځانه ده- په دې معنا چې كه موږ خپلو اوبوته لاس نه ور وړو، نه يې زېرمه كوو اونه خپلې دښتنې پرې خړوبوونو حتما به همداسې نور خلك مزې پرې كوي، عوام او ناپوهه خلك به لوږ واوبې وزليو كې ډوب وي او لږ با احساسه  كسان به مو يوازې د حسرت په نظر ورته ګوري- نوخبره داده چې په حقيقت كې دغه واورې، بارانونه ا وسيلابونه چې پرموږ له اسمانه را اوري، اصلا زموږ برخه ده خو داچې يې د كارولو اړتيانه لرو، طبعا په خپل سر نوروته ځان رسوي- بنا پر  دې اوس وخت راغلى چې حكومت اورعيت دغې حياتي موضوع ته په خورا  جديت سره پام وكړي اوخپل ځانونه له هغې متازۍ وژغوري چې حيثيت، ديانت، خپلواكي او نور ډېر مهم ارزښتونه يې په ښكاره خطر كې اچوي- داسمه ده چې اوس به موږ دلويو بندونو او ويالو د جوړولو توان نه لرو خو دومره حتما كولي شو چې د خپل كور خواو شا واورې او باران دخوندي د خوندي كولو لپاره داسې ژورې كندې او كوهيان و كنوچې ټولې اوبه يې هما غلته جذپ او خوندي شي- دغه راز كه له خپل وس سره سم په خوړونو اوسيندونو كې واړه بندونه ورغوو چې هم دخپل څه نا څه ضرورت پرېـښنا را كوي اوهم موباغونه ا كـښتونه خړوبوي، داهم زموږ له توانه ډېره ليرې نه ده- بلكې دا هرڅه  داسې چارې دي چې زموږ هر حكومت او دهغه محلي چارواكي يې تر ډېره  حده تر سره كولي شي- لنډه دا چې په دې برخه كې مسووليت خورا زيات دى- نو لازمه ده چې د اوبو د زېرمه كولو او سيندونو مهارولو په برخه كې هم زموږ رسنۍ خپلې غاړې خلاصې اوهم حكومت او چارواكي يې دخلكو پوهاوي، تشويق او تنظيمولو  كې خپل مكلفيت تر سره كړي- لكه ښكاره ده چې په دي هلكه د سستي اوناغېړۍ نتيجه بيا خامخا له دې پرته بل ځه نه وي چې زموږ د خوراكي توكو اړتيا به له (78) سلنې ور ا وړي او (90) ته به رسيږي.
له شريعت ورځپاڼې په مننه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: