سيكولران به اوس دا پرتله څرنګه کوي؟

 

بي بي سي کاږي چې:
(په پام کې ده چې په ۲۰۰۵ کال کې د یوه پولیس په وژلو تورن کیفن جانسن د سې شنبې په ورځ اعدام شي.
که څه هم دغه بندي پر خپل جرم اعتراف کړی، خو وکیلانو یې هم د بښنې هڅې کړې. وکیلان یې وايي توکمپالنې د هغه په حق کې د حکم صادرېدو کې مهم رول لوبولی دی.)

اسلام چه قاتل ته د قصاص غوښتنه کوی هغه وحشت دی. خو په غرب کی چه قاتل اعدامیږی هغه قانون او انسانیت دی!
دلته د اسلام پیغمبر پیړئ پیړئ مخکی په منبر ټولو مسلمانانو ته په لوړ اواز اوروی چې: زما دی په هغه ذات قسم وی چه زما روح یی په لاس کی دی چه که زما لور فاطمه هم غلا وکړی لاس به یی پری کړم. خو هلته ددوی په خپلی ګواهئ په یویشتمه پیړئ کی هم د تور پوستو او سپین پوستو مجرمانو سره توپیری چلند کیږی او توکمپالنه د حکم صادریدو کی مهم رول لوبوی!
نه پوهیږم چې سیکولر یاران به اوس دا پرتله څنګه کوی؟!

دکتور عمر عماد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button