ترکمنستان ته د مولوي امیرخان متقي او مل پلاوي د سفر موخه څه وه ؟

رپوټ :رحمت الله فیضان
د روا کال د جدي میاشتي په ۲۴ نیټه د هیواد د بهرنیو چارو د وزیر محترم مولوي امیرخان متقي په مشري یو لوړ رتبه پلاوی چي د تجارت ، مالیې ، معادن او صنایع ،فوایدي عامي وزارتونو معینان او د هرات ولایت والي ورسره مل ول ترکمنستان هیواد ته سفر وکړ ، په دغه سفر کې افغان پلاوي له ترکمن چارواکو سره د تجارت ،ترانزیت ،د ټاپ او ټاپي پروژو ،افغان محصلینو ، بریښنا ،ریل پاټلۍ او سیاسي موضوعاتو په اړه خبري او مذاکرات وکړل .
تجارت :
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی امیرخان متقي په دې اړه وویل:
هغه څه چي زموږ لپاره ډیر د اهمیت وړ وو هغه دا وو چي څرنګه وکړای شو چي د دوو حکومتونو په کچه تجارت پیل کړو همداراز د حکومت او تاجر ترمنځ او همدا راز د تجارانو ترمنځ د تجارتي را کړو ورکړو زمینه برابره کړو ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ صادرات او واردات په منظم شکل ترسره شي ، دا موضاعات مو له ترکمن لوري سره شریک کړل هیله لرم چي مثمربه واقع شي .
ترانزیټ:
ښاغلي متقي زیاته کړه چي د ترانزیټي لاري په اړه مو هم له ترکمن چارواکو سره خبري وکړي چي څرنګه وکړای شو چي دمرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ لار پرانستل شي ترڅو د سیمي ټول هیوادونه وکړای سي چي له دغي لاري څخه ګټه پورته کړي .
د ټاپ پروژه :
د ټاپ پروژي په اړه د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ټاپ د پروژي په اړه باید ووایم چي ټاپ دوه لینونه لري یو لین له ترکمنستان څخه پاکستان ته غځیږي او بل لین له ترکمنستان څخه افغانستان ته را غځیږي د ټاپي له پروژي وړاندي به د ټاپ پروژي کار په راتلونکي پسرلي کې پیل سي چي د د ې کار پیل به تر کمنستان او افغانستان او جنوبي اسیا د خلکو لپاره ښه زیری وي .
د افغان محصلینو ستونزي:
په دې برخه کې ښاغلي متقي وویل: له تیرو کلونو را په دې افغان محصلینو په ترکمنستان کې زده کړي کولې چي د کرونا له امله دا بهیر دریدلی وو ترکمن چارواکو ژمنه وکړه چي د محصلینو د زده کړو بهیر به بیرته د مارچ په میاشت کې پیل شي او په راتلونکي کې مو د نورو تحصیلي برسونو غوښتنه هم ترې وکړه .
بریښنا :
د تور غونډۍ او آقني له لاري افغانستان ته له ترکمنستان څخه د را غځیدلي بریښنا په اړه ښاغلي متقي وویل: د دې پروژي د تقوې په اړه مو له ترکمن اړخ سره خبري وکړي همدا راز مو له ترکمن اړخ څخه وغوښتل په افغانستان کې د بادي او لمریزي بریښنا په برخه کې پاګونه وکړي .
ریل پاټلي :
مولوي امیرخان متقي افغانستان ته له ترکمنستان څخه د ریل پاټلۍ د غځولو په برخه کې وویل چي د ترکمنستان هیواد ژمنه وکړه چي د مارچ په میاشت کې له اقنې څخه تر اند خوی پوري د درش کیلو مترو په اوږدوالي سره به د ریل پاټلۍ کار بشپړ شي همدا راز له اندخوی څخه تر جوزجان پوري د ریل پاټلۍ کار چي پخوا ډیزاین شوي وه پیل سي، له تورغونډي څخه تر هرات پوري د ریل پاټلي د غځولو کار به هم پیل سي .

د سیاسي تعاملاتو په اړه ښاغلي متقي وویل: چي زموږ او ترکمستان ترمنځ روابط نیک دي د رواني جنوري میاشتي په پای کې به د پروژه د تسریع په موخه له ترکمنستان څخه یو لوړ پوړی هیت کابل ته را تلونکی دی .
پای

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: