راشد خان د هندوستان په غوره لیګ کې د احمداباد لوبډلې واخیست

عزم (سه شنبه، ۲۸مرغومی، ۱۴۰۰ل): د هندوستان په سوداګریز غوره لیګ کې نوې اضافه شوې لوبډلې احمداباد راشدخان واخیست.
د هندي رسنیو د خبر له مخې، احمداباد لوبډلې راشدخان په ۱۵ کروړه یا په ۱۵سوه لکه هندي کلدارو اخیستی دی.
راشدخان له دې وړاندې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره لوبېده او په ۷۶ سیالیو کې یې ۹۳ لوبغاړي د سیالۍ له ډګره بهر کړي دي.
د هند غوره لیګ کې له دې وړاندې اته لوبډلې لوبېدې؛ خو سږ کال د لکنو او احمداباد لوبډلې پکې اضافه شوې چې شمېر یې هم لسو ته ورسېد.
د احمداباد لوبډلې د راشدخان سربېره هارډیک پانډیا او شبمن ګېل هم واخیستل او پاتې لوبغاړي به په بولۍ کې واخلي.
د هند غوره لیګ د اپرېل په دویمه نېټه د لسو لوبډلو ترمنځ پیلېږي، چې شااخوا دوې میاشتې به دوام وکړي.
د راشدخان سربېره په هند غوره لیګ کې مجیب الرحمن او محمد نبي هم لوبېدلي دي.