روغتیايي چارواکي: د اومیکرون پېژندنې لپاره تجهیزات نه لري

عزم (سه شنبه، ۲۸مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغان جاپان روغتون مسوولین وايي، په هېواد کې لا هم د کرونا ناروغي په یو مخیز ډول ختمه شوې نه ده او دوی د اومیکرون پېژندنې لپاره تجهیزات نه لري.
د یاد روغتون ډاکټران وايي، د کرونا وایروس د پرمختللې بڼې اومیکرون د تشخیص او پېژندنې لپاره اړین تجهیزات نه لري، خو هره ورځ خلک د کرونا د تشخیص لپاره ورځي.
د افغان ـ جاپان روغتون د بشري سرچینو مدیر محمد انیل عظیمي وايي، دوی لا هم نه پوهېږي په هېواد کې څومره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.: «تر دې دمه د کرونا نوې بڼه تشخیص شوې نه ده؛ ځکه، چې د تجهیزات یې تر دې دمه موږ ته رارسېدلي نه دي. له عامې روغتیا وزارته مو غوښتنه داده، چې له اړوند تجهیزاتو مو برخمن کړي.»
د کرونا نوې بڼه(اومیکرون) د لومړي ځل لپاره په سوېلي افریقا کې پیدا شوه، چې ډېر ژر د نړۍ ګڼو هېوادونو ته ولږېده.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین له خلکو غواړي چې د کرونا د مخنیوي لپاره خپل ځانونه وساتي، ماسک وکاروي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو ته دې له ورتګ ډډه وکړي.