أموي خلافت: (۳۳مه برخه) د یزید بن معاویة مهم صفتونه

یزید کي زړورتیا وه ، د شجاعت له صفته برخمن وو ، امام ذهبي فرمایي : یزید قوي أو شجاع وو ، فصاحت یي درلود ، زیرک وو ، عزم یي درلود ، تل یي دا هڅه کول چي پلار یي د غزواتو پر سر أمیر و ټاکي ، د آس ځغلولو د مسابقي سره یي مینه وه ، کوم څوک چي به کامیابه سوی وای هغه ته یي انعام ورکاوه ، دا په دي خاطر چي په مسلمانانو کي د آس ځغلولو ماهرین پیدا شي او بیا د ضرورت پر وخت پر دښمن غالب سي.
دده د جرئت په هکله صفوان بن عمرو روایت کوي چي د رومي کافرانو بندیان یي په داسي ځای کي ووژل چي د رومي امپراطورۍ غټو وزیرانو لیدله.
د قوي عزم په هکله یي عتبي روایت کوي چي أبو أیوب أنصاري رض د قسطنطنیه په غزاء کي مریض شو ، یزید چي ددي غزاء أمیر وو و پوښتني ته یي ورغی او ورته ویي ویل: څه حاجت لرې أی أبو أيوبه ؟ هغه ورته وویل که وفات سوم د قسطنطنیي د دیوالو سره مي دفن که ، کله چي أبو أیوب أنصاري رض وفات شو ، یزید أمر وکړ چي غسل ورکړئ او په تابوت کي یي راواخلئ ، د قسنطینیې دیوالونه د بیزنطیانو تر څار لاندي او د هغوی په واک کي وه ، د بیزنطي امپراطور ولیدل چي مسلمانانو تابوت هم را أخیستی او جنګ هم کوي ، و یزید ته یي حال ولیږه چي دا څوک دی؟ ده ورته وویل چي دا زموږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ملګری دی ، زموږ څخه یي غوښتنه کړي چي ستا په ښار کي به یي دفن کوو ، نو موږ یا دده وصیت پر ځای کوو او یا به وژل کیږو ، امپراطور حال ورته ولیږه چي ستا پلار معاویة خو ډیر هوښیار دی ، ته یي څنګه ددي مسلمانانو پر سر ور مشر کړی یي چي د خپل پیغمبر صحابي او ملګری دلته دفن کوې ؟ چي څنګه تاسي ولاړاست موږ یي له قبره راباسو او سپیو ته یي غورځوو.
یزید حال ور ولیږه چي په رب جل جلاله مي دي قسم وي که خبر سوم چي تاسو دده قبر لوڅ کړی دی ، که یو نصراني د عربو پر سر زمین ژوندی پريږدم او یوه کلیسا جوړه پريږدم ، امپراطور حال ور ولیږه چي داسي ونکړې ، په مسیح مي دي قسم وي چي په خپله به ددي قبر ساتنه کوم.
بل صفت یي دا وو چي شاعر هم وو ، د شاعرۍ په هکله به یي د هغه وخت خلګو ویل چي شاعري امرءالقیس شروع کړه ، او پر یزید پای ته ورسیده.
یزید په بدن غټ او چاغ سړی وو ، پنډې ګوتې یي وي ، په مخ کي یي د کوي د مرض آثار وه ، سترګې یي توري وي ، پاشلې ږیره یي وه ، دا یي خلقتي صفات وه چي مؤرخینو را أخیستي.
دده خلافت او چي بیا څه پیښ سول هغه نور بیا….
لیکوال: عبدالرحمن محمود
– الدولة الاموية للصلابى.
– ﻣﻮاﻗﻒ اﻟﻤﻌﺎﺭﺿﺔ.
– ﺳﻴﺮ ﺃﻋﻼﻡ اﻟﻨﺒﻼء.
– ﺃﻧﺴﺎﺏ اﻷﺷﺮاﻑ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: