د ښځو مظاھرې او حجاب…!

د حجاب او چادري د سوځولو او ایسته غورځولو ویډیو به ټولو لیدلې وي.
راځئ داسې یې ووایو: حجاب او پردہ د ښځو حیا او عزت دی. څوک چې په عام محضر کې خپله حیا ایسته غورځوي نو داسې به کومه بله سزا ورته ورکړ‎ل شي چې تر دې لوړ‎ہ وي؟!
حیا د ایمان برخه دہ، پر حیا تاکید په متعددو احادیثو کې راغلی.
لکه: الحیاء شعبة من الإیمان. متفق علیه او نور.
الله عزوجل ته د شعیب علیه السلام د لور حیا چې موسی کلیم الله ته یې پلار ور استولې وہ او ھغې په څادر یا حجاب کې ځان پورہ پیچلی و، دومرہ خوښه شوې چې ذکر یې د قرآن کریم په القصص سورت کې داسې کړ‎ی:
فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ…..
اوس چې یو څوک په لوی لاس ځان له ایمان څخه خلاصوي، ھغه ھم د خلکو مخکې، تر دې اخوا نورې سزاگانې ورکول به ښایي د عبرت لپارہ وي، که نه ھمدا تر ټولو سخته سزا دہ چې ھغوی ځانونو ته پخپله انتخاب کړ‎‎ې!
د حجاب غورځول د حیا غورځول دي او د بې حیا په اړ‎ہ پیغمبر علیه السلام فرمایلي: إذا لم تستح فاصنع ما شئت!
د تصویر بل اړ‎خ
په خواله او نورو رسنیو کې د ځوانو مسلمانو مبارزینو تند او سخت غبرگون د ھغوی د پاکې عقیدې ښکارندويي کوي؛ رښتیا ھم چې د افغانستان پشان په یوہ سوچه اسلامي ھیواد کې د یو څو غرب مشربو لنډہ غرو ښځو داسې عمل ھیڅ د زغم وړ‎ نه دی خو که لږ‎ په سړ‎و مغزو څو میاشتې شاته وگورو، د تصویر بل اړ‎خ به ھم ووینو!
د اما رت په پیل کې د سیما ثمر یو غږ‎یز پیغام په رسنیو کې خپور شوی و.
ھغې، ښځې له طا لب سرہ تقابل ته ھڅولې. کوښښ دا و طا لب غصه کړ‎ي، په جوش یې راولي تر څو ښځو ته گواښ وکړ‎ي، لاس پر اوچت کړ‎ي، سیماخیل ویډیو تر جوړ‎ہ کړ‎ي او بیا یې د غرب په مرسته نړ‎ۍ ته وړ‎اندې کړ‎ي.
اوس مھال د چادري او حجاب سوځونه ھم د ھماغه سازش کړ‎ۍ دہ.
که ویډیو ته ځیر شو، پوہ به شو چې د دې ښځو تعداد د لس، پنځلس پر شاوخوا کې دی، خو د ھغو مسلمانو مبارزینو تعداد چې د دوی دا عمل یې پر خواله او نورو رسنیو کې غندلی، تر سلونو تجاوز کوي!
ان ځینو ملگرو خو پخپلو څرگندونو کې ورته د وژلو تر بریدہ گواښونه کړ‎ي.
ھغوی شھرت غوښت، موږ‎ ورکړ‎!
ھغوی غرب کې د قبلیدو لاسوند غوښت، موږ‎ ورکړ‎!
اوس یې غږ‎ تر نړ‎یوالې میډیا رسیدلی، د ښځو د حقوقو ټولنه، د بشر د حقوقو ټولنه او نورې غربي او نړ‎یوالې ټولنې دا مھال په ھمدې مسائلو شخوند وھي!
زموږ‎ نور فشار به کفري نړ‎ۍ دی ته اړ‎ہ کړ‎ي چې د ھمدې او امثالھن ښځو څخه کومه یوہ انتخاب کړ‎ي، لابي ورته وکړ‎ي، و یې پړ‎سوي او بیا یې لکه د سوات ملاله زموږ‎ د باعفته ښخو په استازیتوب نړ‎یوال سټیج ته راوباسي!
اما رت چې له مخکې څخه له ډیرو ننگونو سرہ لاس او گریوان دی، دا به ورته نوی کار کتل وي.
زہ دا نه وایم اما رت دې د حجاب پشان په سترہ مسئله کې بې تفاوته پاته شي. زہ د اولیتونو خبرہ کوم.
اما رت ته سقوط شوی دولت په ناببرہ توگه په میراث کې پاته شو.
نوي افغان دولت کار د صفر څخه پیل کړ‎ی او ھغه ھم داسې مھال چې د نړ‎ۍ پر مخ نه په کافرانو او نه مسلمانانو کې رښتینی دوست لري!
له لیرې او نژدې منافقو گاونډیانو نیولې د واشنگټن تر متولیانو او د مکې تر امامانو پورې د یوہ په زړ‎ہ ھم نه ځائیږ‎ي چې رښتینی شرعي نظام دې پلې شي، نو د را پرځولو لپارہ یې بھانې لټوي!
د ژمي سړ‎ہ ھوا، فقر، بې کاري، د ادارو بې نظمي، د اساسي قانون نه شتون، د تښتیدلو چورواکیو او لنډغرو سازشونه او نور ھغه مسائل دي چې نوی افغان دولت ورسرہ ھمدا اوس لاس او گریوان دی او دا ھغه ستونزې دي چې حل ته یې باید اولیت ورکړ‎ل شي.
حل لار
چیست یارانې طریقت بعد از این تدبیر ما؟
عربان وایي: مضی ما مضی (څه چې تیر شول، تیر شول )
په چپه شویو شیدو ژړ‎ا پکار نه دہ، دا ډرامه اوس د ملگرو ملتونو تر اخور پورې رسیدلې، ورپسې نور قسطونه یې ھم را روان دی! په راتلونکیو ورځو کې به ھمداسې نورې مظاھرې چې د پردې تر شا به د غرب او ملگریو ملتونو لاسونه وي او په ظاھرہ به د ښځو د حقوقو د کوم سازمان او سیما ثمرخیلو فعالیتونه وي!
موږ‎ باید پر اما رت دومرہ فشار وارد نه کړ‎و چې په دې حساسه مسئله کې پر داسې یوہ اقدام لاس پورې کړ‎ې چې د دریمې نړ‎ۍ ولسونه یې ھم د ښځو د حقوقو غاصب وبولي!
زما په اند، په راتلونکې کې د داسې پیښو د مخنیوي لپارہ به ښایي لاندې اقدامات گټور وي:
۱- که بیا مظاھرہ کیږ‎ي، موږ‎ یې باید په مقابل کې بې تفاوته پاته شو، ھیڅ رسنیز کوریج ورنکړ‎و!
امارت یې باید عام او تام امنیت ونیسي، سرتیري یې له صبر، زغم او حوصلې څخه کار واخلي او څوک پرې نه ږ‎دي چې مظاھرہ اخلال کړ‎ي.
رسنیو ته اجازہ ورکړ‎ي ویډیو گانې ترې جوړ‎ې کړ‎و!
داسې ویډیو گانې چې که رسنیزې ھم شي، گټه یې نیغ په نیغه افغان دولت ته ورسیږ‎ي
۲- د حکومت استخبارات ھڅه وکړ‎ي په افغانستان کې د مظاھرې اصلي محرکین پیدا کړ‎ي، له ھغوی او کورنیو سرہ یې خبرې وکړ‎ي ……
۳- د ایران اخوندان ھم د شاہ له را پرځولو وروسته له ھمدې غمیزې سرہ لاس او گریوان و. خو ھغوی یې په مقابل کې مسلمانې مبارزیني ښځې را میدان ته کړ‎ې چې د حجاب په دفاع کې به یې مظاھرې کولې.
ھغوی د غرب مشربو ښځو ټول پلانونه د منظمو، پوھو او مسلمانو ښځو پر لاسونو خنثی کړ‎ل! ( د ایران ماډل تفصیل د موضوع د طوالت له ویرې نه لیکم )
۴- داسې قانون سازي وشي چې له مخې یې په دفتري, کار ځایونو او نورو کې د حجاب اغوستل حتمي کړ‎ي
۵- اما رت د ښځو کوم منظم گروپ نه لري خو موږ‎ د نورو اسلامي تنظیمونو مسلمانې خویندې لرو چې د مفاھمې له لیارې ور څخه د دین او ھیواد په گټه کار اخیستلی شو
زہ یقین لرم چې که اما رت ته خدای نخواسته او بیا ھم خدای نخواسته، لا قدرالله، څوک سقوط ورکولای شي، ھغه به یا؛
۱- ھمدا د غربي مفکورې سیکولراتې یا د دجال ښځینه لښکرې وي او یا ھم پخپله اما رت!
فلھذا موضوع ته جدي خو حکیمانه توجو پکار دہ.
و ما علینا الالبلاغ المبین
_____________________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۱۷/ ۲۰۲۲ م

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: