د کابل منارې…! (خاطره)

اوښکه امېد
تېر رمضان هغه چې زما د رنګینو یادونو او خوږو خاطرو یوه برخه ده، اوس مې هم هغه ښکلي مازدیګرونه لا د ذهن پر پرده پاتې دي، له شوره ډکې ورځې وروسته هغه آرام ماښامونه به مې کله هم هېر نشي چې زه به د دیګ او پخلي له تیارولو وروسته د روژه ماتي پر ځای د تخت بام له کټارو سره د امام د خوږ او کړنګېدلي آذان په انتظار وم. نپوهېږم چې د دغه امام په غږ کې کوم جادو وو خو د آذان غږ یې پر ما ډېر خوږ لګېده. د ورځې له شورماشوره په یو غلي ماښام کې د انګړ د چنارونو شور، د اسمان په کنارو کې تت شفق او د امام ملکوتي تکبیر زما کوچنی ساده دنیاګی ته یوه بې پایه ښکلا وربښله خو کله به چې د امام پر ځآی کوم بل چا آذان وکړ، له غوصې به مې غاښونه ریږدېدل او ناهیلې به بېرته له تخت بام راکوزه شوم.
یوازې زه نه وم چې د امام له خوږ غږ څخه متاثره وم بلکې کور کې به ټولو د نوي راغلي امام د غږ، اوږده لمانځه او د لمانځه پر مهال د هغه د عاجزی صفتونه کول. مشر ورور مې د سیکولرانو په خبره ډېر افراطي او مذهبي سړی دی، هغه به له تش په نوم امامانو څخه نفرت کاوه خو دغه امام یې ډېر ژر زړه ته لاره وکړه او پرې ګران شو.
ما به هر روژه ماتي کې دعا کوله چې دغه امام د تل لپاره زموږ جومات کې پاته شي ځکه جوماتوالو به هر هغه امام له جومات شاړه چې د دوی په زړونو به نه و برابر، زما چې یادیږی دوی یوازې تېرو څلورو کلونو کې نهه امامان وشړل داسې وخت هم راغی چې هېڅ ملا زموږ د مسجد امامت ته تیار نه و ځکه دوی پوهېدل چې تر یو څه وخت وروسته به یې په بې عزتی وشړي. زه د ځینو جوماتوالو له شرارتونو او شیطانت څخه په وېره کې وم؛ دوی به اشاره وکړه او نورو جوماتوالو به یې په اشاره عمل وکړ.
رمضان د معمول په شان په تېزی تېرېده او خواږه یادونه یې زما د ذهن پر پردو پرېښودل.
هغه څه چې زه ترې په وېره کې وم بلاخره پېښ شول, د روژې اووه ویشتم وو چې جوماتوالو په امام پسې راواخیسته ځکه نور تراویح پر خلاصېدو وې او هم د امام له وعظ او نصیحت څخه پر تنګ راغلي وو. د دې ورځې پر سبا جومات کې څو تنو یو او بل ووهل خو د نورو جوماتوالو په مداخله غلي کړل شول. دوی یو او بل د امام د تنخواه په غلا کولو او د افراطي او بې کفایته امام پر راوستلو تورنول.
وهلو او ډبولو د جوماتوالو ناسته اخلال کړه, دوی پرېکړه وکړه چې راتلونکې ورځ ماسپښین مهال به امام ته د دوی په آند د ځینو معقولو دلایلو له مخې ځواب ورکوي او نور به دغه افراطي امام رخصتوی.
دا چې ناسته مهمه وه زموږ د کور نارینه هم ورغلل, ما په بې صبری د ورور د راتګ انتظار کاوه, ماسپښین قضاء شو مازدیګر شو لمر په ژېړېدو شو خو ورور مې رانغی. ډول ډول وهمونو او خیالونو له ما آرام اخیستی وو هره ګړی مې کوڅې ته کتل خو څوک راښکاره نشول.
لمر نور په ډوبېدو وو چې د انګړ دروازه چا راخلاصه کړه, په بیړه له پخلنځي ورووتم, ورور مې وو ظاهر صورت یې ګډوډ او له سترګو یې د ماشومانو په شان اوښکې روانې وې. د ورور د دغه نامناسب حالت په لیدلو سره پوهه شوم چې د امام په خاطر یې له چاسره خوړلي او امام هم نور تللی دی.
د کابل منارو کې حق ویونکو امامانو ته ځای نشته, هغو امامانو ته ځای نشته چې خلکو ته د غربیانو نوی دین ډیموکراسي د کفر په نوم ورپېژني, د بیان آزادي د شریعت په قیدونو کې بندوي, د بشر حقونه د شریعت خلاف ګڼي بلکې د کابل منارې د درباري ملایانو هغه څوکی دي چې ورځ تر بلې پرې چاغیږي.
د تېرو کلونو خاطره…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: