ډېره مبالغه کول د جرم پټولو هڅه ده

خاوند کور ته ننوت، ګوري چې مېرمن یې ژاړي، د ژړا پوښتنه یې ترې وکړه، هغې وویل، د کور د ونۍ په سر کې مرغۍ ناستې دي، زه چې کله سرتوره یم ماته ګوري، کیدای شي په دې مې خدای ونیسي.
خاوند یې په سترګو ښکل کړه چې خدای تعالی څومره پاک لمنه مېرمن ورکړې ده.
یوه اونۍ وروسته د عادت خلاف له خپل کار نه په وخت کور ته راستون شو، ګوري چې مېرمنه یې له خپل عاشق سره پرته ده!
(هیڅ یې ونه کړل، یوازې یې د خپلې اړتیا شیان واخیستل او له ښاره وتښتېده) ..
یوه لرې ښار ته ورسېده، ګوري چې خلک د پاچا له ماڼۍ راتاو شوي دي، د راټولېدو د سبب پوښتنه یې وکړه، هغوی وویل، د پاچا خزانه پټه شوې ده.
په دې وخت کې د دوی تر څنګ یو سړی تېر شو چې د ګوتو په څوکو روان و، ده پوښتنه وکړه چې دا څوک دی؟!! خلکو وویل، دا د دې ښار شیخ دی، د ګوتو په څوکو له دې وېرې ځي چې کوم مېږی یې تر پښو لاندې نه شي او په ګناه ککړ نه شي!
سړي چېغې کړې، زما دې د اوه اسمانونو په رب سوګند وي چې ما غل وموند، ما پاچا ته بوځئ.
سړي پاچا ته وویل، دغه شیخ ستا د خزانې غل دی، که په خپله دعوه کې دروغژن وم، سر مې پرې کړئ.
د پاچا ساتونکو شیخ احضار کړ، له تحقیق وروسته شیخ په غلا اعتراف وکړ.
پاچا وویل، تا څه وپېژنده چې دا غل دی؟!!
سړي وویل، کله چې د فضیلت په اړه له مبالغې ډکې خبرې کېدلې، نو پوه شه چې د کوم جرم د پټولو هڅه کبږي.
..
( عبرت )
تاسې په ژوند کې داسې خلک لیدلي چې د غوراوۍ او د لوړو ارزښتونو دعوه کوي، خو په اصل کې به انساني شیطانان وي؟
شرر ساپی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: