ژمی؛ د عبادت او ایثار موسم!

حسان مجاهد

رسول الله ﷺ فرمايلي: په ژمي کې روژه نيول سوړ غنیمت دی.[احمد او تر مذي]
سوړ په دې معنا چې تنده، ګرمي او تکليف نه لري. سلف صالحین به دژمي موسم ته ډير خوشحاله وو او په دې موسم کې به يې په عبادت زيات حرص کاوه.
عمر رض وايي: ژمی دعبادت ګذارو خلګو لپاره غوره غنیمت دی.
عبد الله ابن مسعود رض وايي: ژمي ته ښه راغلاست وایو؛ په دې موسم کې برکتونه نازليږي، شپه په کې دعبادت لپاره ښه اوږده وي او ورځ په کې دروژې لپاره ښه لنډه وي.
معاذ ابن جبل رض دزنکندن پر مهال ژاړي او وايي‌….دژمي په اوږدو شپو پسې ژاړم.
عبيد بن عمير رح وايي: ای دقرآن خاوندانو! په ژمي کې شپه دقرات لپاره اوږده شوه نو قرآنکريم تلاوت کړئ او ورځ دروژې لپاره لنډه ده نو روژې ونيسئ!
په ژمي کې بايد دعباداتو له جملې څخه دغه شيانو ته پاملرنه وشي:
۱- د شپې لمونځ ۲- دورځي روژه ۳- د سهار لمونځ په جماعت سره ۳- په یخو اوبو اودس کول ۴- په يخه هوا او توره شپه کې مسجد ته تلل ۵- دالله تعالی نعمتونه ور يادول لکه د لباس/پوښاک نعمت، دګرمو خونو نعمت، دباران او واورې نعمت. ۶ – دالله تعالی په قدرتونو کې فکر کول لکه سړه هوا، بريښنا، تندر او… ځکه ددغه کارونو ډير فضيلت بيان شوی ده.

د بې وزله کسانو سره همکاري کول
الله تعالی په قرآنکريم کې «إيثار» دمومنانو صفت ياد کړی ده، ايثار دې ته وايي چې تر ځان بل څوک غوره وګڼې او مرسته ورسره وکړې. ایثار دصحابه کرامو ځانګړی صفت و، مهاجرين صحابه مدينې منورې ته په داسې حال کې را ورسيدو چې هيڅ دنیوي متاع ورسره نه و، خو انصارو په خپلو کورونو کې ځای ورکړ او تر وسه تیره همکاري يې ورسره وکړه. په ژوند څه، چې د مرګ په حال کې يې هم خپل ملګري له ياده نه ويستل: حارث، عکرمه او عياش (رضی الله عنهم) په يوه پيښه کې درې واړه زخمیان پراته دي او دسختي تندې له امله يې اوبه طلب کړې، ساقي چې اوبه راوړې، نو لومړی يې حارث ته ونيولې، خو هغه چې د عکرمه تنده وليده نو عکرمه ته يې داوبو ورکولو امر وکړ، عکرمه چې دعياش تنده وليده نو يې عياش ته د اوبو ور کولو امر وکړ، عياش په دې حال کې شهيد شوی ده، ساقي چې بيرته راګرځي عکرمه او حارث هم دواړه شهيدان شوي دي.(انا لله وانا…..)
دژمي په موسم کې ډیر بې وزله کسان له ستونزو سره مخ وي، نو ددوي باید ډيره حال پوښتنه او همکاري وشي، خوراکي مواد، دتودوخي اسباب او نور دژوند ضروريات يې تکمیل شي؛ ځکه اسلام مؤمن ته داسې سپارښتنه کوي « شوروا ته اوبه ور زیاتي کړئ، تر څو دخپل همسايه هم در سره ګذاره وشي»[الحديث] نو يوازې ځانونه مه پټوئ تر څنګ مو د يخ نيولو خوارانو خيال هم وساتئ!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button