أموي خلافت: (۳۴مه برخه) یزید بن معاویة سره بیعت او په هکله یي اختلافات أو مشکلات

د حضرت معاوية رض د وفات کیدو پر وخت باندي یزید حاضر نه وو ، کله چي دی حاضر سو حضرت معاویة رض دفن شوی وو ، یزید د حضرت معاویة رض و قبر ته ورغی او هلته یي د خپل پلار پر قبر باندي د جنازې لمونځ تر سره کړ ، له هغه ځایه چي روانیدی د خلافت د دربار خادمانو و هغه ته د خلیفة سپرلۍ را وستل ، بیا یي و خلګو ته د لمانځه ږغ وکړ، یزید د دمشق و قصرالخلافة ته داخل سو، غسل یي وکړ او خپلي ښائستې جامې یي واغوستلي ، بیا و خلګو ته راووتی او خطبه یي وویل ، لومړۍ خطبه یي دا وه ( أی خلګو ، معاویة د رب تعالی یو بنده وو ، الله تعالی په خپلو نعمتونو نازولی وو ، تر مخکنیو نه وو بهتره ، خو تر وروستیو چي راځي تر هغو غوره وو ، که الله تعالی عفوه ورته وکړه رحمت یي پر وکړ ، که عذاب یي ورکړ د ګناه په وجه یي ورکوي ، عفوه یي رحمت او عذاب یي عدل دی ، دده وروسته دا کار(خلافت) ماته را وسپارل شو ، چي څه الله تعالی غوښتي وي هغه به کیږي)
د شام خلګو ټولو بیعت یا تجدید د بیعت ورسره وکړ ، د عراق خلګو هم بیعت ورسره وکړ ، او پاته صحابه کرامو هم لکه عبدالله بن عباس رض او عبدالله بن عمر رض د أمت د وحدت او د فتني د ویري له أمله بیعت ورسره وکړ ، مګر ریحانة الرسول حضرت حسین رض او جلیل القدر صحابي عبدالله بن الزبیر رض بیعت ورسره ونکړ ، او په حجاز کي د دوی په مشرۍ د یزید خلافت رفض او معارضه ورسره اعلان سوه.
یزید په 60 کال د هجرت د خلافت پر مسند کښیناست ، د حضرت معاویة رض چي څه والیان وه هغه یي پر خپلو عهدو او مسئولیتو بر قراره پاته کړل ، د مدیني منوري والي ولید بن عتبة بن أبي سفیان وو ، د مکي مکرمي والي نعمان بن بشیر او د بصري دا عبدالله بن زیاد وو.
یزید که له یوه جهته دا کار پر ځای وکړ چي مخکیني والیان یي بر قراره پاته کړل ، له بل أړخه یي دا خطاء وکړه چي د حضرت حسین او عبدالله بن زبیر پر بیعت یي ډیر اصرار کاوه ، دده د اصرار په نتیجه کي هغوی هر یوه دا ګمان وکړ که بیعت ونکړي د یزید د لښکرو لخوا به وژل کیږي ، نو دوی دواړو و حرم شریف ته پناه یوړه ، په مکه مکرمه کي میشت سول ، او د خپل ځان د حفاظت په خاطر یي مجبورا د یزید پر خلاف تحریک پیل کړ هغه هم په داسي ځای کي چي د یزید پر لښکرو ګرانه او سخته وو چي حمله ورباندي وکړي.
یزید که د هغوی پر بیعت اصرار نوای کړی أکثریت مؤرخینو لیکلې چي د یزید پر ضد به جبهه د معارضي نه جوړیدلای ، دده د اصرار په نتیجه کي هغوی مجبور سوه چي داسي یو لښکر د فدایانو تیار کړي چي د حضرت حسین رض تر قیادت لاندي خپلي أرواح ګاني و رب جل جلاله ته وسپاري ، د یزید ددي غلطۍ په نتیجه کي جبهه د مقاومت جوړه سوه چي په نتیجه یي کي یي د کربلاء فاجعه را مینځ ته شوه چي تفصیل به یي په راروانو برخو کي راسي ، د کربلاء د فاجعي وروسته یزید د مسلمانانو په زړونو کي منفور او مبغوض شو ، ټول مسلمه أمت د یزید پر خلاف په قهر سو ، عبدالله بن الزبیر یي پر خلاف اعلان د خروج وکړ ، د ” حرة ” فاجعه وسوه.
خلاصه داچي یزید د یوي غلطۍ په وجه په مسلسلو داسي خطاءو کي واقع سو چي د قیامت تر ورځې به یي د عار طوق په غاړه کي پاته وي ، او اسلامي أمت به یي یو ظالم او مستبد تصور کوي ، او ټول مثبت أړخونه به یي تر سیوري لاندي راځي.
اهل السنة والجماعة د یزید خلافت صحیح بولي ، خو دوه اعتراضه ورباندي لري.
لومړی داچي خلیفة ټاکل د أهل الحل والعقد د شور کار دی ، داسي نه چي یو پلار را ولاړ سي خپل ځوی خلیفه وټاکي ، او خلافت میراثي کړي.
دوهم: داچي تر یزید بهترین اشخاص موجود وه لکه ابن عمر او حسین او ابن الزبیر رضوان الله علیهم اجمعین.
لیکوال: عبدالرحمن محمود
– الدولة الأموية للصلابى.
– اﻷﻣﻮﻳﻮﻥ ﺑﻴﻦ اﻟﺸﺮﻕ ﻭاﻟﻐﺮﺏ.
– ﺣﻘﺒﺔ ﻣﻦ اﻟﺘﺎﺭﻳﺦ.
– اﻟﺒﺪاﻳﺔ ﻭاﻟﻨﻬﺎﻳﺔ.
– اﻟﻌﺎﻟﻢ اﻹﺳﻼﻣﻲ ﻓﻲ اﻟﻌﺼﺮ اﻷﻣﻮﻱ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: