فضا او د کائناتو وُسعت / یوویشتمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

اورانوس:
د لیرې والي په حساب- د شمسي منظومې اوومې (۷) سیارې ته اورانوس وایي.
دغه یخي سیاره له لمر څخه حدوداً دوه زره آته سوه اتیا میلیونه، یا دوه میلیارده، آته سوه اتیا میلیونه (۲۸۸۰۰۰۰۰۰۰۰) کیلومتره لیرې ده.
د ځمکې او اورانوس تر منځ نږدې ترینه فاصله دوه زره پنځه سوه اویا میلیونه (۲۵۷۰۰۰۰۰۰۰) کیلومتره ښوول شوې.

له مشتري او زحل وروسته د شمسي منظومې تر ټولو غټه سیاره همدغه (اورانوس) ده.
د اورانوس یوه ورځ لس ساعته او آته څلوېښت دقیقې (۱۰:۴۸) ده، مګر یو کال یې بیا څلور اتیا کاله، اووه ورځې (۸۴) ښوول شوی دی.
د اورانوس دمائي حالت منفي دوه سوه دری (°203-) درجې د سانتګراد دی.

د یادې سیارې سطحي مساحت لږ څه کم شپاړس (۱۶) برابره، حجم یې دریشپېته (۶۳) برابره، مګر جِرم یې بیا څوارلس نیم (۱۴/۵) برابره د ځمکې اټکل شوی دی.
د اورانوس محوري انحراف اووه نیوي اعشاریه اووه اویا (°۹۷.۷۷) درجې دی، ځکه خو د ځمکې په توګه منظم فصلونه نه لري.

د دغې سیاري سطحي دروندوالی د ځمکې د جذب او کشش په تناسب یو څه کم دی ؛ یعنې ( ۰.۸۸) برابره.
د اورانوس هغه لامبوزن ګازات -چې د یادې سیارې په اتمسفر کې دورې کوي- بڼه یې آبي ده! ځکه خو ډېر ښائسته ځلیږي! چې د ستوریو لمانځونکي (مشرکین) د مینې خدای ورته وایي.
اورانوس ټولټال اووه ویشت (۲۷) میاشتې لري چې تر ټولو مشهوره یې د تیتانیا په نوم یادیږي.
ویل کیږي چې د دغې سیارې پر سطحه د الماسو کریستالي بارانونه وریږي، سائنسپوهان یې دلیل داسې بیانوي : ممکن د دغو بارانونو منشأ له میتان څخه وي! دا چې په یاده سیاره کې فشار بیخي زیات دی، نو ځکه خو یې له امله د میتان مالکولونه په هایدروجن او کاربون بدلیږي، بیا کاربون تراکم سره کوي او الماس ترې جوړیږي، وروسته د سیارې د جذب تر اثر لاندې راځي او (د باران په توګه) د سیارې د سطحې پر خوا کوزیږي.

که سړی د اورانوس سرعت ته وګوري (چې په یوه ثانیه کې [۲۱/۳] کیلومتره مزل کوي) او بیا دغه سرعت د مداري تناوب سره مقائسه کړي (چې ګواکي څلور اتیا [۸۴] کاله وروسته بېرته خپل ځای ته را رسیږي) نو یقیني سړی هک پک شي د الله قدرت او عظمت ته !!!
نور بیا… ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: