له مېرمن لرونکو سړیو سره خبري

لیکنه:‌ دکتور محمد راتب نابلسي
ژباړه: عبدالرحیم راشد

• ستا د ایمان له نښو څخه یوه دا ده، چي د خپلي مېرمني سره مینه ولرې.
• هغه ستا مېرمن ده، ستا لپاره یوه الهي ډالۍ
ده او هغه مخلوق دی چي الله تعالی ستا تر حکم لاندي کړې ده، نو د هغې سره ښه چلند کوه.
• رسول الله ﷺ د خپلو مېرمنو سره په کارونو کي ملګری او مرسته کوونکی وو، خپل بوټونه به یې خپله ګنډل، کور به یې جارو کاوه، پسه به یې خپله پوست او ټوک ټوک کاوه او د کورنۍ غړو ته به یې تیار کښېښوه، نو زموږ خوږ او مهربان رسول ﷺ موږ ته داسي ښوونه راکړې ده.
• رسول الله ﷺ په خپلو مېرمنو باندي د نژدې دوست په شان مهربان وو او امت ته یې فرمایلي دي: (خیرکم خیرکم لأهله، و أنا خيركم لأهلي) یعني غوره په تاسو کي هغه څوک دی چي د خپلي کورنۍ سره ښه وي او زه د خپلي کورنۍ په نسبت ستاسو څخه غوره کس یم.
• غوره اخلاق څه دي؟ ستا ښه اخلاق په کور کي معلومیږي، ځکه کله چي د کور څخه راوځې نو ښې جامې واغوندې، خوشبويي استعمال کړې، خپله څېره د مسکا څخه ډکه کړې او د خلکو سره په نرمه او مینه ناکه لهجه خبري کوې، دا هر څه خپل د ښېګڼي کوې، چي خلک ستا صفت وکړې او ستا څخه خوشحاله و اوسي.
• مګر ته باید دا هر څه په کور کي ښکاره کړې، په همدې دلیل رسول الله ﷺ فرمایلي دي: (خیرکم خیرکم لأهله، و أنا خيركم لأهلي) یعني غوره په تاسو کي هغه څوک دی چي د خپلي کورنۍ سره ښه وي او زه د خپلي کورنۍ په نسبت ستاسو څخه غوره کس یم.
• عایشه‌رضی‌الله‌عنها وايي: کله چي به زه په تکلیف او یا ناروغه سوم، نو د رسول الله ﷺ مهرباني به زما سره نوره هم زیاتېده.
مهرباني یې ځکه زیاتېده چي دی خو د خپلو مېرمنو سره په چلند کولو کي تر ټولو مسلمانانو غوره شخص وو.
• کله چي عایشې رضي الله عنها د رسول الله ﷺ څخه وپوښتل: چي ستا محبت زما سره د څه شي په ډول دی؟
رسول الله ﷺ ځواب ورکړ: د هغه تار د غوټي په څېر دی چي هیڅکله نه خلاصیږي. او د وخت په تېرېدو چي به کله بیا هم عایشې رضي الله عنها پوښتنه وکړه: چي هغه غوټه اوس څنګه ده؟ رسول الله ﷺ به ځواب ورکړ: چي په خپل لومړني حالت ده.
• رسول الله ﷺ مهربان او مینه ناک وو، په خندا او مسکا به کور ته ننوتی.
• رسول الله ﷺ به فرمایل: د خپلو مېرمنو قدر کوئ، په الله قسم کوم چي نېک سړی د خپلي مېرمني سره ښه چلند کوي او بد سړی د خپلي مېرمني سره بد چلند کوي، پر نېکو او مهربانو سړیو مېرمني غالبه وي، خو بد او کمزوري سړي بیا پر مېرمنو غالبه وي او دیکتاتوري چلند ور سره کوي، زه دا خوښ لرم چي مغلوب او مهربانه واوسم، نه دا چي دیکتاتور، بد اخلاقه او غالب واوسم.
• یو ځل عایشې رضي الله عنها رسول الله ﷺ ته د ابو زرع او ام زرع رضي الله عنهما په اړه زیاتي خبري وکړې، د ابو زرع مېړانه، غیرت او اتلولي یې بیان کړې، خو په پای کي یې د افسوس په توګه وویل: خو متأسفانه چي ابو زرع ام زرع یې طلاقه کړه.
ددې وروسته نو رسول الله ﷺ وویل: زه ستا لپاره داسي یم لکه د ام زرع رضي الله عنها لپاره چي ابو زرع رضي الله عنه وو، خو تاته طلاق نه درکوم.
رسول الله ﷺ غوښتل چي دې خبري سره عایشې رضي الله عنها ته ډاډ ورکړي.
• رسول الله صلي الله علیه وسلم به فرمایل: “الحمدلله الذی رزقنی حب عائشه” یعني ټولي ستایني هغه ذات لره دي چي د عایشې مینه یې را په برخه کړې ده.
• رسول الله صلي الله علیه وسلم د عایشې رضي الله عنها مینه او محبت الهي نعمت او روزي ګڼل.
• نو ای وروره! څه شی ددې خنډ جوړیږي، چي د خپلي مېرمني سره مهربانه واوسې؟
• څه شی ددې خنډ جوړیږي، چي د هغې سره په کارونو کي ملګری او مرسته کوونکی پاته سې؟
• څه شی ددې خنډ جوړیږي، چي د هغې د میني ډېوه سې؟
• څه شی ددې خنډ جوړیږي، چي د هغې سره وخاندې او په مسکا ورته مخامخ سې؟
• څه شی ددې خنډ جوړیږي، چي ورته ووایې: السلام علیکم ورحمة الله؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: