داسې کاريال چې له انځور څخه د خلکو ټول معلومات بيانوي

تميم تکل
یوه امریکايي شرکت داسې کاریال جوړ کړی چې یوازې د عکس له لارې د اړوند کس نوم او نور مشخصات معلوموي.
دغه «”کلییرویو اې‌ال”» کاریال کې شاوخوا درې میلیارډه ۳۰۰۰۰۰۰۰۰۰ عکسونه دي چې له فېسبوک او یوټوب نه راټول شوي دي.
چې کله یو عکس پیدا شي؛ دغه به د یوه ځانگړي میکانیزم له مخې له یادو درې میلیارډو عکسونو سره پرتله کېږي؛ او نتیجه به یې معلومېږي.
مثلاً: په لاره کې یو عکس پروت دی؛ دغه عکس را اخیستل کېږي، له سکن وروسته مالومېږي چې دا څوک دی(البته په هغه صورت کې چې د یاد شوي شخص عکسونه پخوا په یوټوب یا فېسبوک کې آپلوډ شوي وي.)
دغه آپلکشن لا تر اوسه یوازې د امریکا له قانوني سازمانونو؛ لکه «اف بي آی» سره دی؛ عام خلک ورته لاسرسی نه لري. د آپلکشن جوړونکي وايي چې له دې کار سره به د بېلابېلو جرمونو گراف راټيټ او کنټرول شي؛ خو د خصوصي حریم مدافعین بیا نیوکه کوي چې دا کار به د ځينو خلکو له پاره ستونزې جوړې کړي.
د یادونې وړ ده چې له «اف بي آی» سره اوس شاوخوا شپږ سوه یو څلوېښت ۶۴۱ میلیونه عکسونه ثبت دي چې ټول د امریکایانو دي.
دا چې یاد کاریال به څنگه او په څه ډول وکارول شي په اړه یې مالومات نه شته.
په امریکا کې لا هم په دې اړه قانون نه شته چې د عکسونو تشخیص او فلټر دې وشي؛ کنه!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچینه: سي نېټ ( د ټکنالوژۍ په برخه کې امریکايي رسنۍ)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: