د هېواد راتلونکی ويده دی…! / د موسکا څرک

زما په شاګردانو کې يو وړوکی طالب دی، لږ دی لټ دی او لږ یې ملګري ځوروي. نو په دې خاطر چې لږ بیدار شي او له نورو سره سیالي وکړي؛ نو ښې تشویقي خبرې مې ورته وکړې، دا خبره مې بېخي ډېره ورته تکرار کړه چې:” متوجه اوسه، ته د دې هېواد راتلونکی یې!”
زه بوخت شوم، څو دقیقې وروسته له یو کونجه بل طالب غږ را وکړ؛ ویل: “استاده! هېواد ولاړی غرق سو..!”
زه حیران شوم چې دا څه پېښه ده!!
ماويل: ولې؟
په خندا یي وویل:” استاده، خو د هېواد «راتلونکی» ویده سو.”
چې ورته ومې کتل، هماغه طالب دېوال ته ډډه وهلې او ویده دی.
انعام الحق انصاري