د يتيم پالنه او زموږ بې غوري/ لومړۍ برخه

جبريل سعد

يتيم زموږ په سپيڅلي دين كې ډېره لوړه رتبه لري، د يتيمانو د پالنې او زموږ په مسلمانه ټولنه كې يې د رتبې پر موضوع بې شمېره اياتونو او حديثونو كې په ډېر  تأكيد سره موږ ته لارښوونې شوې دي.

كه موږ د غه لارښوونې په ښه توگه تعقيب او بيا عملي او تمثيل كړو، اميد دی را له غاړې مكلفيت به مو يوڅه تر سره كړی او يتيمان به يوڅه له ورپېښ بحراني حالته را وباسو. موږ ته چې په خدای (ج) د يتيم گرانښت او هغه رتبه يې هم ښه راته معلومه وي چې خدای (ج) ور كړې، په كار ده چې په خپل ټول توان ورته متوجه و اوسو.

د يتيم په اړه دغه لارښو ونې، د هغه له رټلو منعې او د هغه پر مال خوړلو ځانگړي سخت وعيدونه له دې امله راغلي چې يتيمان زياتره داسي څوك نلري چې د فطري عاطفې له مخې د دوی ښې ديني او اخلاقي روزنې او د ژوند چارو ته پاملرنه او د دوی د حقونو ساتنه وكړي، ځكه ميندې ډېر ی له دې څخه نا وسه وي.

نو ارحم الراحمين ذات د دوی په اړه له ډېر تأكيد سره لارښوونې كړې ترڅو يتيمان خلكو ته د خپل اولاد پشان گران وي او د هغو ديني او اخلاقي روزنه وكړي.

ايات شريف لاندي د هغه د نزول كيسه داسي كړې چې حضرت عبدالله بن عباس او حضرت قتاده (رض الله عنهما) وايي: د سورت انعام۱۵۲م ايات او د سورت نساء ايات نازلېدو سره مسلمانان د يتيمانو د مالونو په اړه سختې وارخطايۍ په مخه كړل.

تر دې چې د هغو مالونه يې له خپلو مالونو بېل كړل، د يتيمانو خواړه به يې جلا ور تيارول، كه بيا به ترې زيات هم شول، لا نه به يې خوړل ترڅو ضائع به شول، خو دا هم ورباندي گرانه تمامېده، نو له نبي عليه السلام څخه يې پوښتنه وكړه، خدای(ج) اياتونه نازل كړل چې دوی ته ووايه چې له اجورې او بدلې پرته د يتيمانو د مالونو پالنه او ساتنه غوره او د ثواب كار دی، ياني د دوی لپاه پكې مالي گټه ده او ستاسو لپاره پكې ثواب دی.

د تفسير المنار ليكوال د خپل استاد په حواله ليكي: په قرآنكريم كې د يتيمانو په اړه له لارښوونو څخه صحابه كرامو داسي پند اخستی و چې د هغوی پر نفسونو يې كنترول كړی و او له دې وېرې چې په ظلم اخته نشي حيران او سر گردان و چې څنگه يې پالنه هم وكړي او په مالونو كې يې له خيا نته ځان هم وساتي؟ ځكه د گډون پر وخت په خوړو كې له خپلې برخې لږ شانتې زياتی هم ديتيم له مال څخه شو.

كه يتيم عقل لري، نو خوښې (چې له رواج او يا بلې نښې څخه مالومېږي) ته به يې وكتل شي او دا زياتوالی به روا شي، خو كه نومړی له چا سره گډ شي، نو هم له خپلې برخې پر زياتو خوړو خامخا يا په ظلم كې اخته كېږي او يا دا چې د چا له حق څخه كمی هم په ظلم كې راځي، نو د ظلم شك پكې وي.

له همدې وجې له صحابه كرامو سره د گناه وېره پيدا شوې وه، كه څه هم رواج خو دا و چې د خوړو گډونوال به په ژور نظر نه كتل كيدل چې څوك او څنگه دي، خو ځينو به (له همدې وېرې) آن د يتيم پالنه لا نه كوله او ځينو به يتيمان له خپل او لاد څخه بېل ساتل او په هيڅ شي كې به يې نه ور سره گډول آن چې يتيم ته به يې بېل پخلی كاوو.

خو په دې كې چې د تكليف سربيره د يتيم هم كوم مصلحت نشته، بلكې لا نور هم يتيم د تربيې له مخې خرابوي، د هغه د مال بيځايه لگول دي او پكې د يتيم ترټنه هم خامخاوي، نو ځكه دوی حيران و او پوښتنې ته اړ شول ترڅو له يوې خوا يتيم د خپل كفيل په كور كې د هغه د اولاد غوندې د درنښت ژوند وكړي او له بلې خوا كفيل په ناحقه د هغه له مال خوړلو خوندي وي.

نو خدای (ج) د دې ستونزې د حل لپاره رسول الله (ص) ته وفرمايل: د يتيم د پالنې او كفالت په برخه كې او د بېلې او يا گډې پالنې د مصلحت په اړه پوښتونكو ته و وايه چې د يتيمانو پالنه او تنظيم يې له نه پالنې غوره دي، نو كه د دوی په مالونو كې وي اوكه يې په نفسونو كې، خو هيڅ داسي شی چې پكې تاسو د يتيمانو ښېگڼه وينی مه پرېږدئ.

تفسير ليكې چې د يتيم د نفس پالنه هغه ته په اسلامي فرهنگ ښودلو او د هغه په تربيه سره ده، د هغو د مالونو پالنه د ميوې د راوړلو لپاره په كرهنه، خړوبولو او په گټه راوړلو سره ده او دا غوره ده له دې چې دوی خپل سري پريښودل شي.

كفيل ته د يتيم مال په ځای لگول هم يتيم ته گټه ده چې پكې د هغه ښيگڼه وي او هم د يتيمانو(د مال) له نه پالنې زيږېدونكو ستونزو په مخنيوي كې كفيل ته گټه ده او عامه گټه يې دا ده چې د يتيمانو اجتماعي ژوند هم ور سره ښه كيږي، همدارنگه د يتيم مال پر ځای لگولو كې كفيل ته په دنيا كې د يتيم ښه رهنمايې او په آخرت كې يې ښه بدله ده.

تفسير المنار د تفسير كبير په حواله ليكي: د يتيم د پالنې او د چارو كنترول يې د هغه د ټولو مصالحو لكه لارې ته را وستلو، ښې پالنې، ادب ور ښودلو او… د لاسته راوړنې لپاره د پام وړ دی ترڅو په ديني پوهه، ادب او مهذب را لوی شي، په دې كې د تجارت له لارې د هغه د مال پالنه هم راځي چې پر بې ځايه لگولو يې ترې ضائع نشي.

تفسير المنار په دې ځای كې ليكې: ياني كه تاسو له دوی سره په گډ ژوند كولو كې د هغو كومه گټه وينی، نو دوی ستاسو ديني وروڼه دي، وروڼه خو په ژوند كې سره گډ وي (تاسو هم ور گډ شئ)، تفسير ليكي: مانا دا ده چې له يتيمانو سره په، خوراك، څښاك او معامله كې گډون كول بايد گناه ونه گڼله شي، دوی ستاسو وروڼه دي، وروڼه د ژوند په هرڅه كې سره گډ وي، د يوه هم په دې كې كوم زيان نه وي، بلكې دا د دوی لپاره په گټه وي چې هر يو د ټولو د ښيگڼې په هڅه كې وي.

ترمنځ گډون يې د درگذر پر بنسټ ولاړ وي، ځكه له تمې پاك او ښه نيت پكې له ورايه مالوم وي، نو داسي شوه لكه چې خدای (ج) وايي: كه تاسو له يتيم سره گډ ژوند كوئ نو خامخا په دې گډون كې د ورورگلوۍ چلند ورسره وكړئ چې ستا سو په كور كې هغه ستاسو د كوچنې ورور غوندې وي، تر وسه به يې ښيگڼې ته پاملرنه كوئ او په تول كې به يې د روند ساتئ.

تفسير ليكي چې په دې ايات شريف كې له يتيمانو سره د وروگلوۍ چلند د هغې مينې او اخلاص پر بناء دی چې د يو سالم فطرت څښتن يې له خپلوانو سره لري (له يتيمانو سره مو هم بايد له همغه څخه كم نه وي). نور بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: