د عربي ژبې ترويج هم د نظام يو مهم مسؤليت دی!

سليمان سعيد غلجی
الله تعالی د خپل مبارک کتاب قرآن کريم او وروستي پېغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم لپاره عربي ژبه انتخاب کړې. عربي ژبه ډېر زيات فصاحت او د نورو ټولو ژبو په نسبت ډېر قواعد او اصول لري، نو په ډېره ښه توګه فهم ترې کېدای شي.
زموږ د مدارسو په ابتدائي ټولګيو کې له ديني علومو څخه؛ د عربي زدکړې ته زياته ترجيح ورکوي، ځکه چې په دين د پوهېدلو لپاره د عربي زده کول شرط دي. نو څرنګه چې د دين زده کړه پر هر مؤمن فرض ده، همدغه شان د ديني زدکړې لپاره د عربي زده کول هم شرط دي او د عربي له زده کولو پرته په دين پوهيدل ناممکن دي. خصوصاً دومره عربي زده کول خو پر هر مؤمن لازم دي، چې د خپل لمونځ، قران کريم او نورو ضروري مسائلو په معنی وپوهيږي.
لکه څرنګه چې مشهوره فقهي قاعده ده چې: (ما لا يتم الواجب الا به فهو واجب) يعنې هر هغه څه چې د واجب اداء کولو لپاره شرط وي، هغه شی هم واجب دی.
د عربي زده کولو يو ضرورت خو دا شو چې د خپل دين زده کولو لپاره شرط ده او له دې پرته پر خپل دين نه پوهيږو. همدغه راز؛ دوهم ضرورت يې دا دی چې عربي د مسلمانانو لپاره يوه داسې ژبه ده، چې وحدت پرې رامنځ ته کيږي. يعنې د اسلامي اخوت ساتلو لپاره هم د عربي زده کول ضرور دي.
څرنګه چې ټول مسلمانان د خپل دين زده کولو لپاره پر عربي زده کولو مکلف دي، نو ټول مؤمنان کولی شي چې په عربي ژبه يو بل سره اړيکې وپالي. بل دا چې زموږ د ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو ژبه عربي ده، نو له هغوی سره د تفاهم او اړيکو لپاره هم عربي ضرور ده.
د دې تر څنګ؛ د عربي ژبې زده کولو يوه بله فايده موږ ته دا ده، چې که عربي مو زده وي، نو کولی شو په هره برخه کې له عربي کتابونو استفاده وکړو. په عربي ژبه باندې په هره برخه کې بې شمېره کتابونه ليکل شوي، تحقيقات شوي او په هر مسلک کې په دې ژبه ډېر کار شوی. معنی دا چې که عربي مو زده وه، موږ به دومره ورسته پاتې نه يو، بيا به مو علمي سويه له عربي نړۍ سره يو شان وي.
خو افسوس چې موږ څومره غافل يو! موږ تر اوسه د عربي په قدر او ضرورت نه پوهيږو، خو کفارو دا واقعيت درک کړی او د عربي له منځه وړولو ته يې کار ويلی. همدا اوس کفارو عربي ژبه پر څو برخو تقسيم کړې او هڅه کوي چې په لسګونو ژبو يې ووېشي، تر څو هيڅ عرب د بل په ژبه ونه پوهيږي. عربي ته يې جدا فهرست جوړ کړی: د اردن عربي، د قطر عربي، د سعودي عربي، مصري عربي او… د هر عربي هېواد لپاره يې جدا رسنۍ جوړې کړې او هره رسنۍ کې په هماغه محلي لهجه نشرات کوي. د دوی موخه دا ده چې ورو ورو عربي په څو برخو تقسيم شي، يو د بل په خبرو ونه پوهيږي او فصيحه عربي بالکل له منځه ولاړه شي.
هغه عربي چې قرآن پرې نازل شوی، نبوي احاديث پرې ليکل شوي او زموږ د ټولو ديني کتابونو ژبه ده. دوی غواړي د ځمکې پر مخ يو تن هم داسې پاتې نه شي، چې پر دغه فصيحه عربي خبرې وکړي، هر عرب به پر خپله محلي لهجه غږيږي او د قرآن او احاديثو پر فصيحه عربي به نه پوهيږي. د عربي له وجې عربانو ته پر دين پوهيدل بيخي اسان دي، نو کفار غواړي چې عربانو څخه خپله فصيحه ژبه هېره کړي او پر محلي لهجو يې روږدي کړي، تر څو له خپل دين څخه ليرې شي. خو افسوس چې د عياشي په مرض اخته عربان دغې لويې دسيسې ته هيڅ فکر نه کوي.
پلار مې د يو تاجکستاني مجاهد له خولې کيسه کوله، ويل کمونستانو له موږ څخه عربي رسم الخط واخيست، ليکل په روسي حروفو کوو، بيا داسې وخت هم راغی چې استاد به پر تخته باندې د عربي رسم الخط يو حرف وليکه، بيا به يې له زده کوونکو وپوښتل دا څوک پېژني؟ اکثره زده کوونکي خو نه پرې پوهيدل، خو که کوم يوه به وويل چې زه پرې پوهيږم، نو استاد به د هغه د کور معلومات وکړ او کمونستان به يې پرې خبر کړل، چې په دغه کور کې څه نا څه اسلام پاتې دی، نو هغه کورنۍ به یې هم له منځه يووړه.
نو اوس چې الحمدلله؛ اسلامي نظام حاکم دی، بايد د نورو برخو تر څنګ؛ د عربي ژبې ترويج ته هم لازمه توجه وشي، تر څو مو نوی نسل هم په دين باندې ښه پوه شي او هم د عربي نړۍ له تعليمي سويې سره يو شان شو.
د عربي ژبې زده کولو او ترويج لپاره بايد د حکومت له خوا په عالي کيفيت لنډ مهاله او اوږد مهاله کورسونه جوړ شي او داسې نصاب ورته وټاکل شي، چې په لنډه موده کې زدکوونکي په عربي ژبه روانې خبرې وکړی شي. ګورئ! د انګليسي ژبې زده کوونکي چې فقط يو څو مياشتې، يا حد اکثر يو کال کورس ووايي، په انګليسي روانې خبرې کوي. خو زموږ مدارسو کې له ابتدائيه نيولې تر تکميلې عربي ژبه تدريسيږي، مګر بيا مو هم ملايان په عربي ژبه دوه خبرې نه شي کولی. وجه يې دا ده چې زموږ نصاب کمزوری دی، بايد داسې نوی نصاب انتخاب شي، چې په يو کال کې زده کوونکي عربي ژبه زده کړي.
دغه راز؛ د عربي ژبې د ترويج لپاره اساسي طرحه دا ده، چې مثلاً د ښوونځي په څلورم صنف کې عربي ژبه پيل شي او کافي توجه ورته وشي، نو چې هغوی له دولسمه فارغيږي، عربي کې به هيڅ مشکل نه لري. دا نصاب بايد په لاندې صنفونو کې پيل او پورته ولاړ شي. هغه زده کوونکي چې لوړو صنفونو يا پوهنتون کې دي، هغوی سره دې لږ ګزاره وشي، خو له لاندې صنفونو دې عربي ته ښه قوي نصاب جوړ شي، نو دغه د څلورم ټولګي زده کوونکي چې څومره پورته ځي، نصاب به هم ورسره روان وي، تر دې چې په ښوونځي کې د عربي نصاب بشپړ شي، دوی به په عربي بلد وي، نو په پوهنتون کې ببايد په عربي ژبه مکمل تدريس وشي. لکه څرنګه چې پاکستان کې په انګليسي ژبه تدريس کيږي، خو ټول زده کوونکي ورسره عادي دي، ځکه چې د هغوی په ښوونځيو کې انګليسي ته زياته توجه شوې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button