کبیره ګناهونه!

عبدالرحیم راشد

علماء کرامو (رح) په مختلف تعداد سره لوی ګناهونه ذکر کړي دي، خو موږ یې هغه قول را اخلو چې مولانا جلال الدین دواني (رح)او نورو علماوو یاد کړي دي او د مظاهر حق مصنف (رح) په خپل کتاب کې راوړي دي:

۱ ـ له الله (جل جلاله)سره شريك نيول.

۲ ـ په ناحقه یو څوک وژل.

۳ ـ زنا کول.

۴ ـ لواطت کول.

۵ ـ په ګناه باندې د دوام او همیشګۍ نیت کول.

۶ ـ غلا کول.

۷ ـ شراب څښل او نشه کوونکي شیان استعمالول.

۸ ـ جادو زده کول او جادو کول.

۹ ـ د محارم یعنې مور، خور، عمه، خاله، انا او داسې نورو سره نکاح کول.

۱۰ ـ خمار زده کول او خمار کول.

۱۱ ـ د دار الحرب څخه هجرت نه کول. (دار الحرب هغه هیواد چې په هغه کې د کفارو حکومت وي او مسلمان پکې د خپل مذهبي فرضونو د اداء کولو څخه منعه کیږي).

۱۲ ـ د دین له دښمنانو سره ناروا قرابت او دوستي ساتل.

۱۳ ـ د طاقت، توان او غالب حیثیت لرلو سربېره د دین له دښمنانو سره جهاد نه کول.

۱۴ ـ سود خوړل.

۱۵ ـ د خنزیر او مردارو حیوانانو غوښه خوړل.

۱۶ ـ د نجومي او کاهن تصدیق کول.

۱۷ ـ په ناحقه د یو چا مال خوړل.

۱۸ ـ پر پاک لمن سړي یا ښځې باندې د زنا تهمت لګول.

۱۹ ـ درواغ ویل.

۲۰ ـ له شرعي عذر پرته په قصد سره د رمضان روژې نه نیول یا روژه ماتول.

۲۱ ـ په درواغو سره قسم خوړل.

۲۲ ـ تعلق قطع کول( قرابت او خپلوي ختمول).

۲۳ ـ مور او پلار ته تکلیف ورکول او د هغوی نافرماني کول.

۲۴ ـ د جنګ په وخت کې د دین د دښمنانو له مقابلې څخه تښتېدل.

۲۵ ـ په ناحقه د یتیمانو مال خوړل.

۲۶ ـ په پیمانه او تله کې خیانت کول.

۲۷ ـ لمونځ پر وخت نه اداء کول.

۲۸ ـ له مسلمانانو سره په ناحقه جګړه کول.

۲۹ ـ په رسول الله (صلی الله عليه وسلم) باندې درواغ تړل.

۳۰ ـ د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)، کتاب الله (جل جلاله) او ملائکو (عليه السلام)څخه انکار کول یا پر هغوی مسخرې کول.

۳۱ ـ د دین د احکامو او د شریعت د مسئلو څخه انکار کول.

۳۲ ـ پر فرضو عمل نه کول، یعنې لمونځ، زکات، د رمضان روژې، حج نه کول.

۳۳ ـ په صحابه کرامو (رض) یا یو صحابي پسې بد ویل.

۳۴ ـ بېله عذره شاهدي پټول.

۳۵ ـ رشوت اخیستل.

۳۶ ـ د ښځې او خاوند په منځ کې نفاق او اختلاف پیدا کول.

۳۷ ـ د حاکم په وړاندې د یو چا چغلګري کول.

۳۸ ـ غیبت کول.

۳۹ ـ په اسراف کې اخته کېدل،(اسراف: بې ځایه مصرف او پالتو خرڅ کول).

۴۰- لارې شکول یعنې په لاره کې درېدل او له خلکو څخه غلاوې کول یا کورونو ته اوښتل.

۴۱-د دین په نامه یا د یو دنیاوي مقصد په وجه د ځمکې پر مخ فساد او فتنه خپرول.

۴۲- پر کوچنيو ګناهونو دوام او اصرار اختیارول.

۴۳.هارمونیه، ډُول او نور سازونه ږغول.

۴۴.د لمبېدلو په وخت کي د نورو خلکو په وړاندې ځان لوڅول.

۴۵.یو چاته د ګناه شوق ورکول او یا د ګناه په کار کې مرسته کول.

۴۶.په مالي غوښتنو او اداء کولو کې بخل کول.

۴۷.د ځان وژل.

۴۸.د خپل بدن له اندامونو څخه یو اندام ضائع او تلف کول.

۴۹.د مني او بولو د مردارۍ څخه پاکي نه ترلاسه کول.

۵۰.تقدیر درواغ ګڼل.

۵۱.د خپل مشر او حاکم سره وعده خلافي کول.

۵۲.یو چاته د هغه په ذات او نسب سره پېغور ورکول.

۵۳.د غرور او تکبر له وجې پایڅې تر ښنګرو ښکته کول.

۵۴.خلک د ګمراهۍ په لور رابلل.

۵۵. پر مړي باندې(د شريعت خلاف لکه جامې څیرل او داسې نور ډول) ماتم او غم کول.

۵۶.خرابې طریقې او ناروا رسمونه رواجول.

۵۷.په یو خار داره(وژونکي یا ټپي کوونکي) آلې سره د یو مسلمان په لوري اشاره کول.

۵۸.یو څوک خصي کول.

۵۹.د خپل بدن یوه برخه پرې کول، مثلاً ږېره خریل، پزه و غیره لږ پرې کول.

۶۰.د خپل احسان کوونکي احسان هېرول.

۶۱.د حرم شریف په حدود کې هغه کارونه کول چې د هغه منعه فرمایل سوې ده.

۶۲.د حرم شریف په حدود کي جاسوسي کول.

۶۳.نرد(زمري)لوبه کول او یا داسې لوبه کول چې هغه په اتفاق سره حرامه وي.

۶۴.یو مسلمان ته کافر ویل یا هغه په داسې الفاظو سره مخاطب کول چې یوازې د کافر لپاره استعمالیږي.

۶۵.که له یوې څخه زیاتې ښځې يې وي نو د هغوی په مینځ کې عدل او انصاف نه کول.

۶۶.موټ وهل(په لاس سره مني ایستل او خوند اخیستل).

۶۷.د غلې او نورو شیانو په ګران بیه کېدو سره خوشحاله کېدل.

۶۸.له حیوانانو سره بدکاري کول.

۶۹.د عالم په خپل علم سره عمل نه کول.

۷۰.د دنیا په مینه کې اخته کېدل.

۷۱.آمر د ته (هغه هلک ته چي، ښائسته یا ږېره او بریت یې نه وي) په شهوت سره کتل.

۷۲.د خلکو کورو ته کتل.

۷۳.د کور له خاوند څخه پرته د هغه کور ته ننوتل.

۷۴.دیوثي (بړوه توب) کول.

۷۵.امر بالمعروف او نهی عن المنکر، یعنې د نیکو کارونو د تبلیغ او تلقین او د خرابو کارونو څخه د منعه کولو فریضه د قدرت سربیره نه اداء کول.

۷۶.د قرآنکریم له زده کولو څخه وروسته د هغه هېرول.

۷۷.حیوانان په اور کې سوځول.

۷۸.د ښځې د یو شرعي عذر څخه پرته د خپل خاوند نافرماني کول.

۷۹.د سړي پر ښځې ظلم کول.

۸۰. د الله (جل جلاله) د رحمت او بخښنې څخه نا امیده کېدل.

۸۱. د الله (جل جلاله) د عذاب څخه نه وېرېدل.

۸۲.د عالمانو او حافظانو سپکاوی او توهین کول.

۸۳. له ښځې سره ظِهار کول(ظِهار:د يوې ښځي یو اندام لکه شا یا فرج د خپلې محرمي ښځي سره مشابه کول).

ځینې علماوو (رح) د لویو ګناهونو په فهرست کې د نورو ګناهونو یادونه هم کړې ده، مګر دلته د لنډوالي په وجه پر همدې فهرست بسوالی وسو.

ماخذ : د ګناهونو د بخښني څلوېښت اسباب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: