أموي خلافت: (۳۵مه برخه) کوفې ته د حضرت حسین رض سفر

حضرت حسین رض د حضرت علي کرم الله وجهه ځوی وو ، مور یي بي بي فاطمة الزهراء رضي الله عنها وه چي د رسول صلی الله علیه وسلم لور وه، حضرت حسین رض د رسول صلی الله علیه وسلم ریحانة وه ، سبط الرسول د رسول صلی الله علیه وسلم لمسی وو، په څلورم کال د هجرت پيدا سو ، په 61 کال د هجرت د محرم الحرام پر لسمه د کربلاء پر مځکه په شهادت ورسید.
د حضرت حسین رض موقف او دریځ د یزید پر وړاندي د معارض او مقابل دریځ وو ، په دې معارضه کي عبدالله بن الزبیر هم ورسره ملګری وو ، سبب د دوی د مخالفت داوو چي دوی شوریٰ غوښتل تر څو د هغې د لاري خلیفة متعین شي ، او بل یي دا غوښتل چي خلیفة باید بهتره او غوره شخصیت وي.
حضرت حسین رض د هغه صلحي سره هم موافق نه وو کوم چي حضرت حسن رض د حضرت معاویة رض سره وکړه ، مګر د حضرت حسن رض د وجهي ده هم ومنل ، له هماغه وخته حضرت حسین رض د کوفي د خلګو سره رابطه ساتله ، له همدي کبله د کوفي خلګو چي څنګه د حضرت معاویة رض د وفات خبر واورید و حضرت حسین رض ته یي خطونه ولیږل او له هغه یي وغوښته چي په تلوار و کوفي ته ورسي.
یو له هغو عواملو څخه چي پر اساس یي حضرت حسین رض و کوفي ته د سفر عزم وکړ هغه د حضرت معاویة رض نه التزام او نه منل وه د هغې صلحي چي حضرت معاویة رض د حضرت حسن رض سره کړې وه ، په هغې صلحي کي په صراحت دا تسلیم شوي وه چي د حضرت معاویة رض وروسته به خبره شوری ته سپارل کیږي ، خلافت به موروثي کیږي نه ، کله چي حضرت معاویة رض د خپل ځوی یزید لپاره بیعت أخیستل شروع کړه د حضرت حسین رض د دریځ په بنیاد یي د اسلام له منهج څخه مخالفت وکړ ، مګر بیا یي هم پر حضرت معاویة رض باندي خروج ونکړ ، په خپل بیعت یي وفاء وکړه.
مګر د حضرت معاویة رض د وفات وروسته یي دريځ بدل سو ، ځکه چي ده له یزید سره بیعت نه وو کړی تر څو یي اطاعت پر واجب سي ، ددي دلیل دادی چي کله د مدیني منورې والي، ولید بن عتبة د یزید لپاره بیعت أخیست حضرت حسین او عبدالله بن الزبیر بغیر له دي چي بیعت ورکي و مکي مکرمي ته ولاړه ، د دوی عدم بیعت و دوی ته لاره خلاصه کړه تر څو چي په أزاده توګه خپل سیاسي منهج او موقف ونیسي.
او بل سبب د حضرت حسین رض د تلو و کوفي ته ، د کوفي د زعماؤ أو مشرانو پر لپسې او مسلسل خطونه وه چي و حضرت حسین رض ته یي رالیږل ، حضرت حسین رض چي د کوفي د خلګو دا خطونه ولیدل د حقیقت حال د معلومولو لپاره یي خپل د أکا ځوی مسلم بن عقیل و کوفي ته واستوه.
مسلم بن عقیل چي یو عبدالرحمن بن عبدالله أرحبي ورسره وو ، او بل قیس بن مسهر الصیداوي او بل عمارة بن عبید ورسره وو ، مخ پر کوفې روان سوه ، کله چي مسلم بن عقیل کوفې ته ورسید د مختار بن أبي عبید پر ځای باندي میشت سو ، بیا له دي وجهي چي ابن زیاد ( د کوفې والي ) پري خبر نسي د هانئ بن عروة(چي د کوفي د سردارانو څخه وو) و کورته ولاړی ، هلته أوسیدی.
بیا په دي وجه چي د ابن زیاد پر هانئ بن عروة باندي شک وو ، مسلم بن عقیل د لیږ وخت د پاره د مسلم بن عوسجة الأسدي و کورته ولاړی ، دلته نو د کوفي ټول خلګ د مسلم بن عقیل په ورتګ خبر سوه أکثریت ورته راغله ، په مخفي توګه دوولس زره کسانو بیعت ورسره وکړ ، مسلم بن عقیل چي د کوفي د خلګو حرص او شوق ولید سمدستي یي و حضرت حسین رض ته خط ولیږه چي د کوفې خلګ دي ټول په انتظار دي ، چي څنګه زما خط در ورسید راروان سه، دلته نو د حضرت حسین رض هم یقین سو چي د کوفي خلګ یي غواړي او واقعا دوی د یزید سره بیعت ندی کړی، بي أمیره دي ، په همدي أساس حضرت حسین رض تیاری ونیوه د کوفي په طرف ، خپله کورنې او خاص کسان یي ورسره وه… نور بیا……
لیکوال: عبدالرحمن محمود
– تاريخ الطبرى.
– الدولة الأموية للصلابى.
– اﻟﺼﻮاﻋﻖ اﻟﻤﺮﺳﻠﺔ.
– ﺃﻧﺴﺎﺏ اﻷﺷﺮاﻑ.
– ﻣﻮاﻗﻒ اﻟﻤﻌﺎﺭﺿﺔ.
– ﺳﻴﺮ ﺃﻋﻼﻡ اﻟﻨﺒﻼء.
– اﻹﺻﺎﺑﺔ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: