د مغرور سړي جالبه کيسه!

ژباړه: سمیع الله دُرانی

په بازار کې یو مغرور سړی تیریده، دده نظر پر یوې ښځې ولګیده چې مرتبانه یې پر سر اخیستې وه.

ده غږ پرې وکړ او ویې دروله، په کبر او غرور یې پوښتنه ځنې وکړه: اې ښځې! څه شی خرڅوې؟

سپین سرې ښځې ځواب ورکړ: زه کوچ خرڅوم.

سړي ورته وویل: ته یې راښکاره کړه، څنګه دي؟

ښځې چې د مرتبان خوله خلاصوله یوه ټوټه کوچ د سړي پر کاليو ولوېدل.

سړی په غوسه شو او ورته یې وویل: په سترګو نه وینې چې زما قیمتي کالي دي راولړل؟ زه تر هغه وخته تا نه پریږدم چې ددغه کاليو قیمت دې نه وي راکړی.

ښځې په کمزوري غږ ورته وویل: زه مسکینه ښځه یم او ما ستا پر کاليو باندې قصداً کوچ نه دي توی کړي، ما وبخښه او پرې مي ږده.

سړي ځواب ورکړ: تر هغه وخته دي نه پریږدم چې زما د کالو قیمت دې نه وي راکړی.

ښځې پوښتنه ځنې وکړه: ستا د کاليو قیمت څو دی؟

سړي ورته وویل: ۱۰۰۰ پیسې.

ښځې ژړا شروع کړه او ویې ویل: زه مسکینه یم، ما سره ۱۰۰۰ پیسې له کومه وې؟

سړي ورته وویل: زه یې خامخا غواړم.

ښځې ورته وویل: ما وبخښه او ما دلته مه رسوا کوه.

سړي ښځه نه پرې ښودله؛ یو ځوان تیریده، ځوان ددغه پیښې پوښتنه له ښځې څخه وکړه.

ښځې ټوله کيسه ورته وکړه.

ځوان هغه سړي ته وویل: جنابه! زه یې پیسې درکوم.

له جیب څخه یې ۱۰۰۰ پیسې راواخیستلې او هغه مغرور سړي ته یې ورکړلې.

هغه سړي زر پیسې په جیب کې واچولې او روان شو.

ځوان ورته وویل: چیرې روان یې؟

سړي ورته وویل: ستا نور کار زما سره نسته.

ځوان ورته وویل: تا زما څخه د خپل قمیص قیمت وانه خیستې؟

سړي ورته وویل: بالکل، هو ۱۰۰۰ پیسې مي درڅخه واخیستلې.

ځوان ورته وویل: نو بیا کالي چیري وړې، زما کالي راکړه؟

سړي ورته وویل: هغه د څه لپاره؟

ځوان ورته وویل: موږ تا ته ستا د قمیص قیمت درکړی دی اوس به ته موږ ته خپل قمیص راکوې.

سړی ډیر خراب سو او ورته یې وویل: زه لوڅ ولاړ سم؟

ځوان ورته وویل: زه دې په هغه کار نه لرم.

سړي ورته وویل: زه دا قمیص نه درکوم.

ځوان ورته وویل: نو بیا ما ته ددغه قیمت راکړه.

سړي ورته وویل: ددې قیمت څو دی؟

ځوان ورته وویل: ۲۰۰۰ دوه زره پیسې.

سړي ورته وویل: خو تا ما ته ۱۰۰۰ پیسې راکړي دي.

ځوان ورته وویل: ته په دې کې هیڅ کار نسې درلودای.

سړي ورته وویل: ددې قیمت خو بیخي ډیر سو.

ځوان ورته وویل: بس صحیح دی زما قمیص راکړه.

سړي ژړا شروع کړل او ویې ویل: ته زما رسوا کول غواړې؟

ځوان ورته وویل: تا دغه مسکینه ښځه رسوا کوله.

سړي ورته وویل: دا ظلم او زیاتی دی.

ځوان ورته وویل: کمال خو دا دی چې تا ته ظلم معلومیږي.

دغه سړي د خپلې بې عزتۍ څخه د ساتلو په خاطر دوه زره پیسې ځوان ته ورکړلې.

ځوان د خلکو مخته وویل: دا دوه زره زما له طرفه ددې ښځې سوې.

زموږ هم دلته اکثریت دغسې حال دی.

موږ نورو ته چې تکلیف وررسوو او توهین یې کوو، هغه ظلم او زیاتی نه بولو مګر که خبره پر موږ راسي نو بیا ظلم محسوسوو.

که چیري موږ په ټولنه کې د نورو تکلیف د ځان تکلیف وګڼو نو په دنیا کې به له بهترینو قومونو څخه وشمیرل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: