کرېکټ: افغان لوبډلې دویمه سیالي هم وګټله

عزم (دوشنبه، ۰۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له نېدرلینډ نه دویمه سیالي هم وګټله او لوبلړۍ یې په خپل نامه کړه.

د پرونۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او خپله یې توپوهنه پیل کړه، چې د رحمن الله ګربز، حشمت الله شهیدي او رحمت شاه په ښکلې توپوهنه یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د افغان هدف لوړ کړ.

په افغان توپوهووونکو کې رحمن الله ګربز ۱۰۳، حشمت الله شهیدي ۵۴ او رحمت شاه ۳۵ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د نېدرلینډ په توپ اچوونکو کې ویویان کینګما او پهلیپ بویسون ۲-۲، کولین اکرمن او ریان کلین ۱-۱ افغان لوبغاړی وسوځاوه.

نېدرلینډ لوبډلې په ۴۷.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۸۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۴۸ منډو په توپیر وبایلله. د نېدرلینډ لپاره ایډورډز ۸۶، باس ډیلیډي ۳۴ او پیټر سیلر ۱۲ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې مجیب الرحمن ۴، فرید ملک او یمین احمدزي ۲ـ۲ او راشد خان یو وېکټ واخیسته.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه رحمن الله ګربز ته ورکړل شوه، چې ۱۰۳ منډې یې کړې وې.

افغان لوبډلې له نېدرلینډ لومړۍ لوبه هم ګټلې وه او راتلونکې سیالۍ یې سبا ۱۱:۳۰ بجې کېږي، چې دغه سیالي هم د قطر په پلازمېنې دوحې ښار په ایشین ټاون لوبغالي کې کېږي.

افغان لوبډلې تر دې مهاله د سوپرلیګ پینځه سیالۍ کړې دي، چې ټولې یې ګټلې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: