مخابراتو وزارت: په سمنګان کې مخابراتي خدمتونه ۲۴ ساعته فعال وي

عزم (دوشنبه، ۰۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم په سمنګان کې اوسمهال مخابراتي خدمتونه ۲۴ ساعته فعال وي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په سمنګان کې هغه سیمې چې له دې وړاندې یې پکې یوازې د ورځې له‌خوا مخابراتي شبکې فعاله وې اوس د شپې او ورځې هم فعاله وي او ۲۴ ساعته خلکو ته مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه وړاندې کوي.: «د دې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت اړوند ۰۷ سایټ چې په سیمه کې د جګړو له امله تخریب شوی وو، په دې وروستیو کې د یاد شرکت لوري بیاځلي فعال شوی دی، چې د سیمې او نږدې کلیو خلک یې له خدمتونو ګټه برخمن شوي دي.»

د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ټولو سیمو کې اوسمهال مخابراتي خدمتونه د ۲۴ ساعتونو لپاره فعال وي او د شپې له لوري هم نه پرې کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ ډېر ژر به د مخابراتو او انټرنېټ بیې هم کمې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: