د خوست نړیوال هوايي ډګر برېښنا ونښلول شوه

عزم (دوشنبه، ۰۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ملکي هوايي چلند وزارت وايي، د خوست نړیوال هوايي ډګر د ښاري برېښنا سره ونښلول شو.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د خوست هوايي ډګر چې د هېواد  پینځو نړیوالو هوايي ډګرونو څخه دی د ښاري برېښنا سره وتړل شو، د یاد هوايي ډګر د برېښنا د نښلولو چارې تقریباً ۲۵ ورځې پخوا پیل شوې وې، چې پرون یې چارې بشپړې شوې.

د خوست هوايي ډګر ته په روان کال کې الوتنې پیل شوې او تمه شته چې ډېر ژر به د دغه هوايي ډګر پاتې چارې هم بشپړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: