بهرنیو چارو وزارت: د ناروې ناسته کې ټولو ګډونوالو دغه ډول ناستې ګټورې وبللې

عزم (دوشنبه، ۰۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغان سرپرست حکومت د مسوولینو او یو شمېر افغان شخصیتونو ترمنځ لومړنۍ ناسته شوې، چې په ګڼو برخو کې پرې نظرونه تبادله شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، په دې غونډې کې د مجلس ګډونوالو د یوه بل نظریات په پراخه سینه او حوصله واورېدل، د هېواد په موجوده حالاتو یې نظرونه تبادله کړل. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وبلل شو او تاکید وشو چی د هېواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ښیرازۍ لپاره به ټول افغانان په ګډه کار کوي.: «د غونډې ګډونوالو له لوري د افغانستان د ټولو ستونزو یوازېنۍ حل لار تفاهم او ګډه همکاري وبلل شوه. ټولو ګډونوالو په یوه خوله دا ډول ناستی د هېواد په ګټه وبللې.»
د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ناروې ته تللی او هلته یې له ګڼو اړخونو سره خبرې کړي دي.