له افغانستان سره ۳۲ مېلیونه امریکايي ډالرو نوره بشري مرسته هم وشوه

عزم (دوشنبه، ۰۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بانک مسوولین وايي، افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې ۳۲ مېلیونه نور امریکايي ډالر هم پرون کابل ته راورسېدل.

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان بانک چې د هېواد د بانکي نظام څارونکی او مرکزي بانک دی د کابل له هوایي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک (AIB) پورې د یادو نغدو پیسو د لېږد چارې تر سره کړې. :«د افغانستان بانک د هر هغه خوځښت او ګام څخه چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او په دې برخه کې تل خپلې هڅی جاري ساتلې دي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: