کابل کې یو ماشوم له تښتوونکو وژغورل شو

عزم (دوشنبه، ۰۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار درېیمې ناحیې سیمه کې یې یو ۱۱ کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد ماشوم څلور ورځ وړاندې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی و، چې د کشفي ارګانونو په زیار پیدا او کورنۍ ته یې تسلیم شو.

د کابل د درېیمې امنیتي حوزې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي محب الله مشفق وايي، تښتول شوی ماشوم شعیب نومېږي او انسان تښتوونکو ورته ویلي وو چې بهر ته یې بیايي، خو وروسته معلومه شوې وه چې د دوی له لوري تښتول شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت په راتګ په هېواد کې د انسان تښتوونې پېښې کمې شوې دې؛ خو بیا هم وخت نا وخت ځینې کسان تښتول کېږي، چې د امنیتي ادارو له لوري ډېر ژر نیول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: