کرېکټ: افغان لوبډلې د نېدرلینډ لوبه تش لاس ستنه کړه

عزم (چهارشنبه، ۰۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او نېدرلینډ ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې ۳ـ۰ پر وړاندې افغان لوبډلې وګټلې او نېدرلینډ لوبډله یې تش لاس خپل کور ته ولېږله.

د پرونۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او خپله یې توپوهنه غوره کړه، چې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۵۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۵۵ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپوهوونکو کې نجیب الله ځدراڼ ۷۱، ریاض حسن ۵۰، رحمت شاه ۴۸ او حشمت الله شهیدي ۲۸ منډې وکړې. د نیدرلینډ په ګټه ویویان کینګما، کلایټن فلایډ، برنډن ګلور، ثاقب ذوالفقار او ارین دوټ هر یوه ۱-۱ ویکټ تر لاسه کړه.

د نېدرلینډ لوبډله ونه توانېده چې د افغان لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ۱۷۹ منډو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او سیالي یې د ۷۵ منډو په توپیر وبایلله.

د نېدرلینډ په توپوهوونکو کې کولن اکرمن ۸۱ او  سکاټ ایډورډز ۵۴ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د افغانستان لپاره ځوان توپ اچوونکي قیس احمد په خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې ۳ ویکټې په خپل نوم کړې، په نورو توپ اچوونکو کې راشدخان ۲، فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن، فرید ملک او عظمت الله عمرزي هر یوه یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.

د افغان ملي لوبډلې پیاوړی توپوهوونکی نجیب الله ځدراڼ په ۵۹ توپونو د ۷۱ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د یادې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه بیا د نیدرلینډ لوبډلې پیلیز توپوهونکي سکاټ ایډورډز تر لاسه کړه، چا چې د ۳ نیمه سلیزو په مټ د ۶۹.۳۳ منډو په اوسط سره ۲۰۸ منډې جوړې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه افغان کرکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې د دوه لوبلړیو کوربه‌توب تر سره کړی چې دواړې یې ۳-۰ ګټلې دي. ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به تر راتلونکي ۲۰۲۳م کال پورې د اسټرالیا او پاکستان پر وړاندې سیالۍ په خپل کوربه‌توب تر سره کړي خو د څلورو نورو لوبلړیو لپاره به زمبابوې، بنګله دېش، هند او سرېلانکا هېوادونو ته د مېلمه لوبډلې په توګه سفرونه وکړي.

دغه لوبې د قطر په پلازمېنه دوحې په ایشین ټاون کرېکټ لوبغالي کې وشوې او افغان لوبډله یوازېنۍ لوبډله شوه چې د سوپر لیګ سیالیو کې خپلې ټولې شپږ واړه سیالۍ ګټلي دي او اوسمهال ۶۰ نمرې لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: