بهرنیو چارو وزارت: د ناروې خیریه موسسو په افغانستان کې د مرستو ژمنې کړې

عزم (چهارشنبه، ۰۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ناروې کې یې د بهرنیو چارو وزیر د ناروې له اووه خیریه موسسو له مسوولینو سره لیدلي دي او په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنې ورکړل شوې دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د یادو موسسو مسولینو په افغانستان کې د روغتیا، ښوونې روزنې، کرنې او مالدارۍ، ماین پاکۍ او نورو برخو کې د بشري مرستو ژمنې وکړې.: «د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د ناروې د اوو خیریه مؤسسو د مسؤلینو تر منځ د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو د ناروې په مرکز اوسلو کې غونډه تر سره شوه. په غونډه کې د خیره مؤسسو مسؤلینو د صحت، تعلیم، زراعت او مالدارۍ، ماین پاکۍ او نورو بشري مرستو په برخه کي د همکاري وعدې وکړې. محترم متقي صاحب په افغانستان کې منځته راغلی امنیت ښه فرصت وباله او د مرستو په رسولو او توزېع کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: