ټولګټو وزارت: د بغلان د درېیو ولسوالیو تړل شوې لارې پرانیستل شوې

عزم (چهارشنبه، ۰۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ټولګټو وزارت وايي، د بغلان ولایت د خوست، فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالیو لویې لارې چې د واورې د ډېر ورښت له امله تړل شوې وې، چې بېرته پرانیستل شوې.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې لویې لارې د نهرین او خوست ولسوالیو ترمنځ د پلفي کوتل سیمه کې بنده شوې وه، چې د بغلان د ټولګټو ریاست په هڅو له واورو پاکه شوه او اوسمهال پرې د موټرو تګ راتګ پیل شوی دی. :«دغه لار چې شل کیلومتره اوږدوالی لري په پلفي کوتل کې د واورې له امله بنده شوې وه، د دې ولایت د ټولګټو ریاست په امکاناتو له واورو څخه پاکه شوه چې اوس مهال د خوست، فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالیو اوسېدونکي په اساني سره پرې تګ راتګ کولی شي.»

د یادونې وړ ده، چې د بغلان ولایت د ګذرکاه نور، خوست او فرهنګ د بغلان ولایت غرنۍ ولسوالۍ دي چې صعب العبوره لارې لري او هر کال د ژمي په موسم کې د پلفي او سچي کوتلونو په سیمو کې د واورو د ډېر اورښت له امله د ترافیکو پر مخ بندېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: