دفاع وزارت: د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه ۲۰۰ پوله ساتي ځواکونه فارغ شول

عزم (چهارشنبه، ۰۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه ۲۰۰ پوله ساتي ځواکونه فارغ شول.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي اردو ۲۰۰ پوله ساتي سرتېري د یو لړ پوځي، بنسټیزو او مسلکي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قوماندان، د بلخ والي، علماوو او نورو پوځي او ملکي چارواکو په ګډون د یادې قول اردو د شپږم سرحدي کنډک له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندان مولوي عطاء الله “عمري” سرحدي ځواکونو ته د فراغت مبارکي ویلو ترڅنګ زیاته کړه: «نن ورځ تاسو ځوانان د اسلامي امارت د مشرانو او د افغانستان د ملت هيله یاست، ستاسو له ځواک او په دغه دوره کې له زده کړې په ګټه اخیستنه د هېواد د خپلواکۍ او سرحداتو په ساتنه کې لا زیار وباسئ.»

همدا راز د بلخ والي مولوي قدرت الله “حمزه” د دغو سرتیرو فراغت د هېواد د شمالي ولایتونو د سرحدونو د ساتنې له پاره ارزښتناکه وباله او هغوی ته یې په ورسپارل شوو مسوولیتونو ټینګار وکړ.

ټاکل شوې، چې دغه سرتېري به د هېواد د پولو په ځانګړي توګه د شمالي ولایتونو په سرحدي سیمو کې د ښه امنیت د تامین په موخه وګمارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: