حزب حکمتيار د امريکا ، انګلستان او ګډ حکومت له استخباراتو سره يو ځای د طالبانو په ضد په تبليغاتي جګړه کې

ليکنه ـ بدر منهاج

له هغه مهاله چې داعش ته منسوبو ځينو وړو ګروپونو په افغانستان کې سر راښکاره کړی ، هم مهاله د طالبانو په ضد د حزب حکمتيار په تبليغاتو کې هم زياتوالی راغلی ، هغه وېب پاڼې چې د حزب حکمتيار د پلويانو له لوري په رسمي او غير رسمي ډول چلول کيږي په هغو کې هره ورځ د طالبانو د تحريک او په ځانګړې توګه د طالبانو د نوي مشرتابه په اړه ډيرې له دروغو او بې ثبوته تورونو او تهمتونو څخه ډکې ليکنې نشر ته سپارل کيږي ، او هڅه کېږي چې د طالبانو د نوي مشرتابه په اړه عامه ذهنيت خراب کړي او د طالبانو په ليکو کې د اختلافاتو په مصنوعي خبرونو مسلمانانو او افغانانو ته تشويش پيدا کړي.

د ځينو باوري سرچينو د معلوماتو له مخې په دې وروستيو کې د حزب حکمتيار ، په کابل کې د (CIA) د څانګې له مسؤلينو ، د ملي امنيت د عمومي رياست او د ملي امنيت له شوری سره تماسونه زيات شويدي. څو مياشتې وړاندې په کابل کې د حزب يو ښځينه هيئت د (CIA) له يوې مامورې سره ليدل کړي ؤ او څو هفتې وړاندې بيا کابل ته د حکمتيار يو باوري سلاکار انجنير سلام سفر کړی ؤ ، او په دغه سفر کې يې د (CIA) له مأمورينو ، د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر او ځينو نورو استخباراتي چارواکو سره کتلي ؤ .

سرچينه زياتوي چې حزب حکمتيار امريکايي او د ګډ حکومت استخباراتي مأمورينو د ځينو سياسي او مادي امتيازاتو په بدل کې د طالبانو په ضد په دوه نقطو په توافق رسيدلي :

  • د حزب حکمتيار ځينې پخواني قوماندانان او افراد به د داعش په ليکو کې تنظيميږي او پلازمېنه کابل ته په څېرمه ولايتونو کې به سر راپورته کوي او د طالبانو په ضد به قيام کوي. همدغه راز به د حزب حکمتيار ځينې پخواني قوماندانان او افراد د هيواد په لويديځو ، جنوبي او ځينو نورو ولايتونو کې له طالبانو څخه د بېلو شوو څو کسانو په ډله کې تنظيمېږي ، تر څو د دوی ليکې زياتې کړي او د طالبانو په ضد کار ورسره وکړي.
  • حزب حکمتيار به له امريکايانو او د ګډ حکومت د رواني جنګ له پرمخ بيونکو سره يو ځای د طالبانو په ضد د يو منظم پلان له مخې تبليغات کوي.

د هيواد په ختيځ ، او پلازمېنې ته په څېرمه ولایتونو کې له داعش څخه د حزبيانو ملاتړ ، د طالبانو او داعش تر منځ د جګړې په صورت کې خپلو پلويانو ته د حکمتيار له لوري د داعش د ملاتړ سپارښتنه ، د هيواد په لويديځ کې له طالبانو څخه د جلا شوو کسانو په ليکو کې د پخوانيو حزبي وسلوالو تنظيمېدل او د شهادت ، عقاب ، ارزښت سايټونو او په نورو ټولنيزو شبکو کې په طالبانو پسې د حزبيانو له لوري سخت تبليغات چې په خپله حکمتيار او زامن يې مخکښان دي او په مستعارو نومونو تبليغات کوي د امريکا ، ګډ حکومت او حزب حکمتيار تر منځ د ياد شوي توافق ښې بېلګې دي.

خو حزبيانو وروسته له هغه چې د طالبانو له لوري د دوی لسګونه وسلوال د شينډنډ په ولسوالۍ کې ووژل شول ، سخت راپاريدلي او د طالبانو په ضد یې خپل تبليغات ډير زيات کړي.

د شنونکو له آنده څرنګه چې حزبيان لا له مخکې په افغانانو کې د خپلو ظالمو کړنو ، متزلزل سياست او پرلپسې انحرافونو او له امريکايانو سره د دوستۍ له وجې خپل باور له لاسه ورکړی ، دا ګرانه ده چې د دوی تبليغات طالبانو ته کوم زيان ورسوي او د طالبانو په اړه د ولس ذهنيت خراب کړي ، او دا چې طالبان د حزب تبليغات ډير کم ارزښته ګڼي او هيڅ ځواب نه ورکوي نو له دې څخه هم معلوميږي چې طالبانو ته د دوی تبليغاتو کوم زيان ندی اړولی او نه يې په طالبانو باندې د ولس په باور کې کوم کمۍ راوستی دی.

شنونکي زياتوي چې د حزب حکمتيار د پلويانو دغه تبليغات د طالبانو په ضد کومه نوې خبره هم نده ، حزبيانو د روسانو سره د جهاد پر مهال هم له نورو تنظيمونو څخه کرکه خوروله او خپلمنځي شخړو ته يې لمن وهله ، په تيرو پنځلسو کلونو کې يې هم د بهرنيانو او د دوی د افغاني ملګرو په پرتله څو مراتبه زياته دښمني له طالبانو او نورو جهادي حرکتونو سره پاللې او ټوله انرژي يې د طالبانو په ضد کاروله نو ځکه به کومه خاصه اغېزه ونلري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button