اسوشیټيډ پریس: ایران د قاسم سلیماني په غچ کې د ټرمپ او پومپیو د وژلو اراده لري

عزم (یکشنبه/ ۷کب، ۱۴۰۱): اسوشیټيډ پریس اژانس خبر ورکړی چې ایران لا هم د خپل مشهور قوماندان قاسم سلیماني غچ نه دی هېر کړی او هوايي ځواک یې غواړي چې د سلیماني په بدل کې پخواني امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ووژني.
یاد اژانس د ایران د هوايي ځواک د یو قوماندان (جنرال امیر علي حاجي زاده) له قوله ویلي، چې: دوی به یوه ورځ حتماً خپل قوم ته د ټرمپ او قاسم سلیماني د قاتلانو د وژنې خبر ورکړي.
جنرال امیر علي چې وړمه ورځ یې د دولتي تلویزیون له لارې خبرې کولې، په واضحو ټکو وویل: «موږ هیله لرو چې ډیر ژر به ټرمپ، پومپيو، پخوانی امریکايي جنرال کینت میک کینزي او هغه قوماندان په نښه کړو چا چې د سلیماني د وژنې امر ورکړی وو.»
نوموړي همداراز وویل: ایران اوس کولی شي ۲۰۰۰ کیلومتره لرې امریکايي الوتکې او سمندري جهازونه په نښه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ پیل کې ایراني پوځ ۱۶۵۰ کیلومتره لرې نښه ویشتونکی کروز میزایل رسنیو ته وښود.
باید وویل شي چې قاسم سلیماني د ایراني پوځ د قدس ډلې قوماندان و چې د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې بغداد هوايي ډګر ته ور څېرمه امریکايي ډرون الوتکو وواژه.
دا برید د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر وروسته له هغې وشو چې عراق کې د امریکايي ځواکونو او مامورینو ودانۍ څو ځله په نښه شوې.
امریکايي پوځ د دغو حملو عاملین ایرانيان بلل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button