ادبي ټوکه

خاوند خپلې مېرمنې ته چې د عربي ښوونکې وه؛ وویل: أنا احبّك (زه له تا سره مینه لرم)
مېرمنې یې ځواب ورنکړ. خفه شوه او پخلنځي ته لاړه.
خاوند یې حیران شو، ورپسې ورغی او ویې ویل: ما څه غلط درته وویل؟
ښځې ځواب ورکړ: ته یوازې له ما سره مینه نه لرې؛ له بل چا سره یې هم کوې.
خاوند یې حک پک ور وکتل، ښځې وویل: زه به ستا اقرار در تشریح کړم.
(أنا احبك)
(احب) فعل شو، (انا) یې فاعل/ ضمیر شو او (ک) د ضمیر موخر مفعول دی.
د دې مطلب دا شو چې ته ما سره هم مینه لرې او بل چا سره هم. که ستا مینه له ما سره ځانګړې وای، داسې به دې ویل: ایاک احب (صرف له تا سره مینه لرم)
نو د عربي ژبې له معلمې سره تر هغو مینه مه کوئ تر څو مو چې ګرامر او ټول عربي لغتونه سم نه وي زده کړي.

ژباړه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button