سترې امپراطورۍ مو رام کړې!

 

خالقیار احمدزی
پر افغانستان یرغلونه که سړی وشني او له مختلفو زاویو یې و ارزوي، پیل یې خورا خشن، خو وروسته په کرار کرار یې لمبې تتې شوې او یرغلګرو لوريو د مذاکرې او تفاهم پر لور حرکت کړی دی.

افغانانو له انګریزانو سره درې ځله جګړه وکړه، افغان- انګلیس لومړۍ جګړه (۱۸۳۹ – ۱۸۴۲) م کلونو کې وشوه، چې دا جګړه د وزیر محمد اکبر خان له لوري وګټل شوه او د وخت انګلیسي امپراطورۍ ماتې وخوړه.

افغان انګلیس دوهمه جګړه (۱۸۷۸ – ۱۸۸۰) م کلونو په منځ کې وه.
د افغان انګلیس درېیمه جګړه په ۱۹۱۹ کال کې د مۍ د میاشتې په ۶ نېټه پيل شوه، چې د همدې کال په اګسټ کې پای ته ورسېده، د اګست په ۱۹ مه چې د زمري د میاشتې له ۲۸ مې نېټې سره برابره ده، د افغانستان واکمن «شاه امان الله خان» د علماؤ په غوڅ ملاتړ، د افغانستان د آزادۍ اعلان وکړ او د خپلواکۍ سند یې لاسلیک کړ.

پر افغانستان د روسانو یرغل
د شوروي اتحاد سرو لښکرو د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدې پر شپږمه چې د ۱۹۷۹ م کال د دسمبر له ۲۷ نېټې سره برابره ده له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه پیل کړل.

د شوروي اتحاد لښکرو شاوخوا لس کاله دلته جګړه وکړه، تر یو نیم میلیون ډېر افغان ووژل، په میلیونونه نور یې معلول او شپږ میلیونه یې هجرت ته اړ کړل.
بلآخره د افغانانو د سخت مقاومت په پایله کې روسان اړ شول چې په ۱۹۸۸ م کال د مې پر ۲۱ مه له ننګونکې ماتې وروسته له افغانستان نه ووځي.
هو! دغه خروج د یوه لیکلي تفاهم لیک پر اساس نه وه، چې پایله یې د داسې خپلمنځي شقاق او نفاق پیل او د تربګنیو را ولاړیدل وه،چې افغانانو ته یې همدا خونخوار شرقي یرغلګر له پامه ښه وروستل.

د امن د پرښتو له قیام او یوه مرکزي حکومت له تدویر څخه وروسته، یوځل بیا د غرب زبر ځواک د خپل قوت مالومولو او د خپلو مرموزو موخو د تحقق پخاطر له نورو حلیفانو سره یوځای په غورځو پرځو راغی او د مثالي حکومت بنسټ یې د نا اهله دیموکراتانو په مټ ونړاوو او پر لپسې شل کلونه یې دلته د جمهوریت او دیموکراسي د قیام لپاره له هرې زاویې بې دریغه هڅې وکړې، چې د ناکامۍ لیدل شوي خوب لپاره یې د فوتیفار راهبانو پرلپسې دروغ ویل او دوی یې لا مرګونو ته هڅول ؛ آخر یې همدا سراب پسې واخیست او په دوحه کې یې د ملت اصلي استازي وموندل او له کلونو پیچلو، هر اړخیزو مذاکراتو وروسته یې د یوه داسې توافق لار پیدا کړه، چې له مخې یې هم ناکامي په ظاهري تیښته تبدیل نه شي او هم د افغان ملت اصلي وارثینو ته دا وانمود کړي چې نور یې له دې ستړې جګړې څخه په نصوحا توبه ایستلې ده.
هغوی له هیواده سالم ایستلو ته پریښودل شول، خو په بدل کې یې هیواد له هرڅه سره یوځای خوندي او سلامت پریښووده، یواځې څو ناخلفه ګوډاګیانو یې خپل غلیمانه وجاهت افغانانو ته څرګند کړ او نور یې له دوی سره ګډې بسترې بار کړې.
همدا د هغه قلم زور وه، چې په مټ یې پرون میرویس خان ځان تر خپلواکی ورساوو، چې په مټ یې شاه محمود هوتک خپله واکمني تر اصفهانه وغځوله او چې په مټ یې ابدالي د سومنات پر لارویانو هم خپل راج وچلاوو، همغه قلم به ساتو او همغه ټوپک ته به درناوی لرو، چې مونږ ته یې خپلواکي راپه برخه او هیواد یې له برکته بیرته د خپلو خلکو شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button