له افغانستان څخه په تابوتونو کي دامریکايي عسکرو ستنيدل

د۲۰۱۴ کال په پای کي دناټو دجګړه ييز ماموریت تر پای ته رسيدلو او دجګړې له لومړۍ لیکي دناټو دعسکرو دشاتګ تر اعلانيدلو وروسته امریکايي ولس داسي انګېرله، چي نور دجګړې پيټی ددوی له ملا څخه پورته شو، نور به دوی له افغانستان څخه دخپلو عسکرو دوژل کيدلو غمجن خبرونه ترلاسه نه کړي اونه به هم په خپلو عسکرو له دې امله دغم اوښکي توی کړي، چي هغوی په افغانستان کي وژل شوي او  نه به دې ته اړتیا پيدا شي، چي دتیر په څېر دخپلو عسکرو دتابوتونو هرکلي ته دامریکاهوايي ډګرونو ته دورتللو زحمت وباسي.
خو دکابل له رژیم سره په امنیتي تړون کي امریکايي پوځیانو ته دعملیاتو دترسره کولو او په جګړو کي دبرخي اخیستلو اجازې، تیر کال  داشرف غني له لوري له امریکايي پوځیانوڅخه دشپنیو عملیاتو  دترسره کولو غوښتني او دجګړې په ډګر کي دکابل درژیم ماتي دامریکا جګړه مار پوځیان  په جګړه کي یوځل بیا ښکېل کړل او له همدې امله دامریکا له لوري دجګړې په دغه بل کړای شوي اور کي لا هم امریکايي پوځیان داور دخاشاکو په څېر سوځي.
که دلسګونو زرو پوځیانو په کمولو سره امریکا دخپلو تلفاتو او مالي زیانونو دکمولو کوښښ کړی، خو وروستیو بریدونو او تلفاتو امریکایان له دې تریخ حقیقت سره مخ کړل، چي لا هم افغانستان ددوی لپاره دمرګ کنده ده، ځکه امریکایانو ته نه یوازي دجګړې ډګر بلکه خپل خوندي مرکزونه هم ورته په جهنم بدل شوي دي.
د۲۰۱۵ کال ددسمبر په ۲۱ نېټه دامریکا دعمومي قومندانۍ ستر مرکز باګرام هوايي ډګر ته څېرمه يوه فدايي برید د۱۹ امریکايي پوځیانو ژوند واخیست، چي په ۶ تنو خپله امریکایانو هم اعتراف وکړ،  دتیرکال په ترڅ کي دغه ستر وژونکي برید په امریکایانو کي یوځل بیاله دې امله سختي اندېښنې را وپارولې، چي ددوی بچیان په یوه داسي جګړه کي لا وژل کيږي، چي ظاهرا پای ته رسيدلې ده.
 له دغې وژونکې حملې څو ورځي وروسته دوژل شویو امریکایانو تابوتونه دامریکا« نیوکاسل» هوايي ډګر ته په داسي مهال ورسول شول، چي هلته يې زیات شمېر امریکایانو په اوښلنو سترګو د را رسيدلو انتظار کاوو او ددغو عسکرو وژل کیدلو دهغوی دکورنیو او خپلو خپلوانو دکرسمس مراسم ور په غم او دهغوی په زړونو کي يې تل پاته داغ ور پرېښود.
ددغه برید ویر لا په امریکایي کورنیو کي تازه و، چي درواني میاشتي په ۴ نېټه دکابل دهوايي ډګر ختیځه برخه کي دامریکایانو او اروپایانو په پوځي کېمپونو باندي ستر انغماسي برید ترسره شو، دبريد هدف په کابل کي ډیره مهمه سیمه وه، چي امنیت يې دامریکا دسفارت داړوندو ساتونکو له لوري ساتل کیږي او دسلګونو بهرنیوپوځیانو، استخباراتي کارکونکو ترڅنګ ۳۵۰ خارجي ديپلوماتان پکي اوسیدل او دغه اتلوال فدايي برید دبهرنیانو دوه کېمپونه «کمالات او سنین»  په بشپړه توګه ويجاړ او سلګونو پوځیانو، اسختباراتي کارکونکو او ديپلوماتانو ته یې مرګ ژوبله واړوله،  لسګونه غربي اشغالګر يې دخپلو خوندي کېمپونو تر ودانیو لاندي او غوښي او هډوکي یې دنړېدلو ودانیو له خاورو سره ورګډ کړل.
که څه هم  امریکایانو ددې ستري چاودني په تلفاتو ځانونه غلي کړل، خو ددغو کېمپونو دیوه مالک له قوله، چي دپيښي ځای یې له نږدې څخه لیدلی او بیايې له ازادۍ رادیو سره مرکه کوله وویل، چي په دغې چاودنه کي په زیات شمېر کي بهرنیان وژل شوي اود هغه په خبره، چي بهرنیان زیات تلفات لري اویوشمېر يې دکمپ دیوه ورزشي کلب  تر نړيدلي چت لاندي شوي دي، نوموړی چي دچاودني څخه لږ وروسته غږیدو وویل، چي تراوسه د۳۰ تنو جسدونه دچورلکو په وسیله ليږدول شوي او دنورو ډیرو وژل شویو عسکرود ليږد لړۍ روانه ده، دمړو او ټپیانو دليږد له چورلکو او له تخریب شویو ودانیو څخه داسي څرګندیږي، چي تلفات په سلګونو دي او کيدلی شي امریکایان څو ورځي وروسته په خپلو تلفاتو اعتراف وکړي.
دکابل په چاودنه کي دوژل شویو عسکرو، استخباراتي کارکونکو او ديپلوماتانو تابوتونه لا امریکا ته نه و رسيدلي، چي دمارجې جګړې یوځل بیا امریکايي عسکرو ته د۲۰۱۰ کال دمارجې دترخو ورځو یاد او ویرجني خاطرې ور په یاد کړې او دهغوی پخوانی قتل ځای یوځل بیا دهغوی په وینو رنګ شو.
موسی مهاجر
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button