د سعودي مرګوني وسلې چي ایران باید ورڅخه وبیریږي کومي دي؟

سرچینه: العربیه نیت فارسی
دوبۍ
ژباړه: استاد سلطان شاه “صفاري”
له یوې نشریې سره د سعودي عربستان د ولیعهد محمدبن سلمان له مرکې څخه کولای سو پوهـ سو چي ریاض له ایران سره د جګړې د اور د زیاتولو په لټه کي نه دي بلکه دسولي غوښتونکي دی.
شهزاده محمد بن سلمان د اکونومیست نشریې سره په یوه مرکه کي چي د جنوري په ۴مه خپره سول، د ایران او سعودي ترمینځ د مستقیمي جګړې په اړه د یوې پوښتني په ځواب کي وویل:
په هیڅ عنوان ددې کار انتظار نه لرو، هر څوک چي ددې کار په انتظار وي، د بشپړ عقلي قوت څخه برخمن نه دی، ځکه د سعودي او ایران ترمینځ جګړه په سیمه کي د یوې لويي فاجعې دپيل په معنی ده، او پر ټوله نړۍ به اغیز ولري، هرو مرو داسي پيښي ته اجازه نه ورکوو.
هغه ددې پوښتني په ځواب کي چي ایا سعودي، ایران خپل لوی دښمن ګڼي، وویل چي داسي هیله نه لرو.

دغه مرکه د سعودي او ایران ترمینځ د تاوتریخوالی له ایجاد وروسته ترسره سوې ده، هغه کړکیچ چي په تهران او مشهد کي د سعودي پر ډیپلوماټیکي نماینده ګیو د برید وروسته راپيل سو، کتونکي په دې باور دي چي د محمدبن سلمان مرکه ښيې چي سعودي د قدرت له لرلو سره د سولي حریص دی، په دې اړه کولای سو د ناسوینال اینترست خپور سوی راپور مطالعه کړو چي تر دې سرلیک لاندې یې خپور کړی دی: پینځه مرګوني وسلې چي سعودي یې په واک کي لري او ایران باید له هغه څخه وبیریږي.
۱ــ بوئینګ F-15 ایګل الوتکه:
سعودي له دې الوتکو څخه ۸۶ الوتکي د F-15C/D له ډول څخه لري، چي د هوا هوا جګړې لپاره دي، دا کولای سو په څو منظوره F-15S الوتکو ور زیات کړو چي په “ټکونکي باز” مشهوري دي، دا الوتکي په دې اندازه پرمختللی دي چي کولای سي د ایران ژوري هم تر هدف لاندي ونیسي، پرته له دې چي د ایران جنګي الوتکي دهغوی مخه ونیسي.
دغه راپور زیاتوي چي سعودي به ډیر ژور ټکوونکي باز الوتکي په F-15SA ماډل جنګي الوتکو موډرني کړي، داسي جنګي الوتکي چي په APG-63 (V) 3 رادار په ځانګړې توګه په الکټرونیکي جګړو او نورو پرمختللو سانسورونو مجهزي دي، د سعودي پر هوايي پوځ به ۸۴ دغه ډول الوتکي اضافه سي، د یادوني وړ ده چي ایران هڅه کوي د هغه توغندیو په جوړولو سره چي په داخل کي یې جوړوي په هوايي برخه کي توازون رامینځته کړي.
۲ــ اروپایی تایفون جنګي الوتکي

راپور زیاته کړې ده چي دسعودي اروپایی تایفون جنګي الوتکي د ایران د هوايي پوځ په وړاندي چي د اویایمو کلونو په وسلو سمبال دي، دویمه مرګونې وسله ده، د سعودي هوايي پوځ دغه ډول ۷۲ الوتکي لري چي د “هوا هوا” او “مځکي هوا” په جګړو کي ګډون کولای سي.
تر اوسه ثابته نه ده چي سعودي په څومره تعداد دغه الوتکي لاسته راوړي دي، اما دا احتمال سته چی نیمي دغه الوتکي یې لاسته راوړي وي، د مخکنیو تړونونو په خلاف له دغه الوتکو څخه په سیمیزه (محلی) برخه کي استفاده نه کیږی بلکه د احتمالي جګړو لپاره رانیول کیږي.
۳ــ بوینگ ای اچ 64 آپاچی جنګي هیلوکپټري

دغه راپور زیاتوي چي د سعودي پادشاهي خپل مځکني پوځ ته هم ځانګړی اهمیت ورکوي، هغه په نړۍ کي په موجودو مجهزو وسلو سمبالوي، چي په دې برخه کي یو له پیاوړي وسلو څخه AH-64D هیلوکپټر الوتکي دي چي سعودي دغه ډول ۸۲ الوتکي په واک کي لري.
دغه الوتکي د تیري پیړې په اویایمه لسیزه کي په ځانګړې توګه د امریکا دپوځ لپاره طرحه سوي وې، چي دهغه موخه هم پر مرکزي اروپا باندي د پخواني شوروي اتحاد د احتمالي برید مخنیوی ؤ، د امریکا پوځ په ۲۰۰۳ م کال کي پر عراق باندی دبرید پرمهال له دغو ډول الوتکو څخه استفاده وکړل همدارنګه د داعش په وړاندي هم دغه ډول الوتکو څخه استفاده کیږي، که دغه ډول الوتکي سمي وکارول سي، نو د دښمن مځکني پوځونو ته سخته ضربه ورکولای سي.
۳ــ ام 1 ای 1 ټانګونه:

د سعودي مځکني پوځونه هم په M1A2S پياوړي ترینو ټانګونو سمبال دي، دسعودي پوځ ۴۲۲ دغه ډول ټانګونه لري چي دسعودي پوځ د ملاتیر جوړوي، دسعودی دغه ټانګونه د امریکایی پوځ له M1A2 SEP ټانګونو سره ډیر ورته دي چي په اطلاعاتی وسایلو سمبال دي، او د ایران له ټولو ټانګونو څخه پیاوړي دي.
۵ــ ریاض ماډل جنګي بیړۍ

د ایران د سمندري پوځونو وسایل د سعودي د سمندري وسایلو په پرتله ډیر کمزوري دي چي د اویایمی لسیزي وسایل دی، سعودي برجسته تریني بیړۍ په واک کي لري چي دخپل سیال فرانسوي «لاواییت» بیړیو څخه په سلو کي ۲۵٪ غټي دي او د توغندیو ضد سیستم لري.
دغه بیړۍ په عمودي توغندیو سمبالي او د ۱۵ استر توغندیو ظرفیت لري، دغه توغندۍ کولای سي چي په ۵۰ زره فوټه کي د دښمن الوتکي په ۲۰ میله فاصله کي تر هدف لاندي ونیسي.
ریاض بیړۍ همدارنګه د MBDA Exocet MM40 Block II ماډل بیړیوضد توغندیو د وړلو توان لري.
د ویکیپیدیا پاڼي چي د سعودي سمندري ځواک یې څیړلی وايي چي سعودي دغه ډول درې بیړۍ لري، دغه بیړۍ د فرانسوې جوړ دي چي په حقیقت کي د La Fayette F-3000 ماډل بیړیو تعدیل دی، دغه بیړۍ د الکټرونیکي جګړو په وسایلو او ټیکنالوژی باندي سمبالي دي، او دمنځنیو هیلوکپټرو هوايي ډګر هم لري.
د «ناسیونال اینترست» د راپور پر بنسټ دغه بیړي په سمندرونو کي دننه د DCNS F17 ماډل وسلې په لرلو د توغندیو دفع هم لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button