د طالبانو د وياند محترم ذبيح الله مجاهد د توجه وړ :

بدر منهاج

موږ له تاسې ډير خوښ شولو ، تاسې ته مو له زړه نه دعاګانې وکړې ، دا ډيره غوره ده چې تاسې له احساساتو کار نه اخلی ، تدبير همدې ته وايي ، برګډال تاسې پنځه کاله وساته ، ډير تکليفونه مو ورسره تير کړل ، ځکه يې ثمره ډيره ښه وه او پنځه تنه د اسلامي امارت مهم مشران د کيوبا له وحشتناک زندان څخه راخلاص شول ، نور هم تاسې روان جهاد ته ډير امتيازات پرې تر لاسه کړل ، تل همداسې مدبر اوسئ.
کوم کاناډايي چې تاسې پنځه کاله وساته او مړ مو نکړ ، دا هم ستاسې ښه تدبير ، هوښيارتوب او غوره سياست دی.
موږ خبر يو چې تاسې د تبادلې لپاره د بنديانو لستونه ټولول ، څو ورځې د مخه د باګرام څخه نهه ويشت تنه مجاهدين هم خلاص شول ، او زما د معلوماتو له مخې ښه پريمانه امکانات مو د روان جهاد او مجاهدينو لپاره پرې ترلاسه کړي وي ، مادي امکانات ، فديه
که تاسې دغه کاناډايي وژلی وای دومره ګټه به يې نه وه لکه تاسې چې کوم تکليف ورسره تير کړ ، پنځه کاله مو وساته او اوس مو هم بنديان پرې تبادله کړل او هم مو مالي امکانات د روان جهاد د تقويې لپاره پرې واخيستل.
ځينې خلک به سوځي د حسد لمبې به يې په زړه کې راتاويږي ، د ابليس د تلبيس په څېر به يوه کيسه هم له ځانه جوړوي چې تاسې کاناډايي خوشی کړ او يو محصل چې د کونډې زوی ؤ ، او د واده يې درې مياشتې کيدلې هغه مو وواژه .
ځینې خلک د افسانو په جوړولو کې ډير تکړه وي ، مکر يې له شيطان څخه هم زيات وي ، دوی د جهاد او مجاهدينو په بدنامولو پسې دي ، کله يې هم کومه ليکنه د امريکايانو او د کابل د طاغوتې ادارې په ضد ونکړه ، ټولې ليکنې يې زهرجنې او له نفاق څخه ډکې دي.
آفرين ! ذبيح الله مجاهد ، صد آفرين ستاسې پر مدبرانه سياست.
ژوندي د وي د اسلامي امارت با تدبيره مشران
مړه د وي د شر او فساد لارويان او د جهاد بدنامونکي
مړه د وي ديموکرات ، تش په نامه د جهاد مدعيان
مړه د وي د ښځو په توسط د ديپلوماسۍ چلونکي
دوی د ښځينه هيئتونو په ورلېږلو نه شرمېږي او د يو کاناډايي تبادله بده ورته ښکاري. ش

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button