امریکایی چارواکي ګډحکومت ته څلور A-29 جنګي الوتکې سپاري

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري رسنیو ته ویلي چې له دې الوتکو سره به د افغان ځواکونو هوایي توان زیات شي.
تر دې مخکې هند هم څلور جنګي هلیکوپتر افغان دولت ته ورکړي وو. تمه ده چې امریکا به یو شمیر نورې الوتکې هم افغان عسکرو ته روان کال وسپاري.
افغان ځواکونو په وروستیو کې په هلمند کې د طالبانو د پرمختګ د مخنوي لپاره همدا خبره کوله چې الوتکې نه لري همداراز د دوی دشاتګ لامل د څیړونکو په باور د الوتکو نشتوالی دی. له څلورو جنګي هلکوپترو او څلورو جنګي الوتکو سره کیدای شي چې د جګړې په ډګر کې افغان عسکر څه لاسته راوړنې ولري
پدې. وروستیو کې طالب وسلوالو د هیواد په بیلابیلو ولایاتو کې ډیر پرمختګونه کړي چې د ۳۴ ولسوالیو په ګډون یی یو ستر ولایت ‹کندوز› هم دلنډې مودې لپاره تر خپلې سیطرې لاندې راوست
حکومت د خپل انزوایی حالت وروستي پړاوونه وهي
او څیړونکو په باور ښایی ۲۰۱۶ د طالبانو لپاره دسوبو برخه ټاکونکی کال وي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button