موږ نه ويريږو ، الله موږ ته کافي دی او الله ښه کار جوړونکی دی

ليکنه ـ بدر منهاج

الله جل جلاله په قرانکريم کې فرمايي :

(الَّذينَ قالَ لَهُمُ النّاسُ إِنَّ النّاسَ قَد جَمَعوا لَكُم فَاخشَوهُم فَزادَهُم إيمانًا وَقالوا حَسبُنَا اللَّهُ وَنِعمَ الوَكيلُ)﴿۱۷۳﴾ آل عمران

ترجمه : (هغه کسان چې خلکو (منافقانو) ورته وويل : ستاسې پر خلاف لويې لښکرې راغونډې شويدي له هغو څخه وويرېږئ. نو د دې په اوريدو يې نور هم ايمان پياوړی شو او هغو (مؤمنانو ) ځواب ورکړ چې زموږ لپاره خدای کافي دی او هماغه ډير ښه کار جوړوونکی دی. )

کله چې د احد له ميدانه د مشرکينو لښکر مکې ته رهي شو له ابوسفيان سره فکر پيدا شو چې ولې دې د مسلمانانو کار تمام نکړ ، ژر د لښکر له مشرانو سره جرګه شو او پرېکړه يې وکړه چې مدينې منورې ته بيرته وروګرځي او په مسلمانانو د دوهم ځل لپاره پرېکنده حمله وکړي.

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر ورسيد ، صحابه ؤ ته يې په داسې حال کې چې ډير يې په زخمي حالت کې ؤ ، سخت ستړي ؤ امر وکړ چې د مشرکينو د لښکر د تعقيب لپاره چمتو شي ، ټولو لبيک وويلو او تر حمراء الاسد پورې چې له مدينې منورې څخه اته ميله ليرې ده د مکې د مشرکينو په تعقيب پسې راووتل.

کله چې ابوسفيان ته دا خبر ورسيد چې د مسلمانانو لښکر د دوی په تعقيب پسې راوتلی ، دی او لښکر يې سخت وويريدل ، رعب يې په زړونو ننوت او مکې ته يې په بيړه د تګ فيصله وکړه او لاړل .

خو په لاره کې ابوسفيان د عبدالقيس د قبيلې قافلې ته چې مدينې منورې ته روانه وه يو څه رشوت ورکړ او ورته يې وويل چې په مدينه منوره کې مسلمانان له موږ نه وويروئ او آوازه خوره کړئ چې دوی (د مکې مشرکين) د يو پياوړي او لوی لښکر سره په مدينه منوره د حملې لپاره راروان دي.

کله چې د عبدالقيس د قبيلې کسانو دغه خبره په مدينه منوره کې صحابه ؤ ته ورسوله نو د هغوی ايمان لا ورسره پياوړی شو او ځواب يې دا ؤ چې ( حسبنا الله و نعم الوکيل ). ( زموږ لپاره الله کافي دی او هماغه ډير ښه کار جوړونکی دی ).

نن هم د امريکا او ناټو په زړونو ويره او رعب ننوتلی ، د کابل د طاغوتې ادارې زړه تر تله رسيدلی او سيکولران او کمونستان درګرده له افغانستان څخه پښې سپکوي ، په تيښته کې د آساني لپاره يې د پاسپورټ ورکولو آنلاين شبکه هم ورته جوړه کړې ، د سيمې د هيوادونو هم زړه ختلی او په دې ويره کې دي چې نن به طالبان راځي او سبا به طالبان راځي .

نو ځکه يې اوس د څلور اړخيزو ناستو په نامه مکر شروع کړی ، د صلاح الدين رباني په څېر بزدلان طالبانو ته پکې اخطارونه ورکوي او طالبان د خپلو سيمه ايزو او بهرنيو بادارانو له زور نه ويروي.

اجيره ميډيا هم د ويرې او ډار د خپراوي کوشش کوي او داسې ذهنيت ورکوي چې که طالبان د سولې په نامه د جهاد په ارزښتونو سازش ونه مني ، نو سختې ورځې به پرې راشي ، خو موږ وايو چې د دې ځمکې او آسمانونو خالق او مالک هغه ذات دی چې فرعونيان يې هلاک کړي ، عاديان او ثموديان يې هلاک کړي ، انګريزان يې له ماتې سره مخ کړل ، د روسانو وحشي او پياوړې لښکرې يې له ماتې سره مخ کړې او په تيرو پنځلسو کلونو کې يې ستاسې زور اوبه کړ ، ستاسې له اخطارونو سره زموږ ايمان لا پياوړی کېږي ، زموږ د جهاد عزم لا کلکېږي او هيڅ تزلزل نه پکې راځي.

موږ ته همغه الله کافي دی او هغه الله ښه کار جوړونکی دی.

اوس چې د مجاهدو طالبانو د سترو قربانيو په ارزښتونو د کودتا هڅې روانې دي او څلورو لويو او وړو شيطانانو د کفر ، د اشغال د بقاء او د نفاق د حاکميت لپاره کومې هلې ځلې شروع کړيدي يو مسلمان او مجاهد هم بايد ورته خپه نشي ، دوی الله جل جلاله ته ، د الله جل جلاله د لارې سپيڅلو مجاهدينو ته ، او د مجاهدينو سترو قربانيو ته هيڅ تاوان نشي رسولای او نه يې آرمانونه له تحقق نه راګرځولای شي ، دا د الله جل جلاله وعده ده.

لکه څنګه چې الله جل جلاله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په قرانکريم کې فرمايي :

(وَلاَ يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَن يَضُرُّواْ اللّهَ شَيْئاً يُرِيدُ اللّهُ أَلاَّ يَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّا فِي الآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ) ﴿۱۷۶﴾آل عمران

ترجمه : [اې پيغمره (ص)!] څوک چې نن د کفر په لار کې هڅه کوي ، ته د هغو په منډو ترړو مه ځورېږه ، دوی د الله هېڅ کار نشي ورانولای ، الله غواړي چې د هغو لپاره په آخرت کې کومه برخه ونه ټاکي او په پای کې هغوی په لوی عذاب اخته کيدونکي دي.

دا آيت کريمه ټولو مسلمانانو او مجاهدينو ته يو ښه تسل دی . موږ بايد په خپل عزم کې سستي رانه ولو او نه د چا له تهديدونو څخه وډار شو ، موږ بايد په خپل دريځ ټینګ ودرېږو او تر پايه مقابله وکړو ، که موږ په حق ثابت ودرېدلو ، وروستی بری به زموږ په برخه وي او کافران او منافقان به رسوا او له ذلت سره مخ کېږي.

ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button