دکندز په مرکز کي جګړې ۲۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

دکندز په مرکز کي دوسله والو طالبانو او عسکرو ترمنځ له تيري ورځي راهیسي جګړه روانه وه، چي په ترڅ کي يې ۲۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي، چي تیره ورځ سهار دکندز مرکز ته څېرمه په ارتبلاقو او بزکندهاري سیمو کي ددواړو لوریو ترمنځ جګړه پيل شوه، چي تر نن ماښام پوري روانه وه.

طالبانو په يوه بیان کي ویلي، چي په جګړه کي يې دعسکرو دوه ټانګونه او دوه رنجر ویجاړ کړي او عسکر یې له سیمي څخه تيښتي ته اړ کړي دي.

بیان زیاتوي، چي په جګړه کي دیوه افسر په ګډون ۹ تنه عسکر وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل شوي، چي په جګړه کي عسکرو هر لوري ته ړندې ډزي کولې، چي په ترڅ کي یې یو ولسي وګړی شهید شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په یاده جګړه کي دخپل یوه ملګري ټپي کېدل تائید کړي دي.

تراوسه په دې اړه دکندز چارواکو څه ويلي نه دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button