اخضر ابراهیمي: داعش دامریکا او ایران ناجایزه اولاد ده

وړاندې په افغانستان او سوريه کې د ملګري ملتونو پخواني ځانګړي استازي اخضر الابراهيمي، داعش د امريکا او ايران نامشروع اولاد بللی

او د سوريې دولت او مخالفينو تر منځ د مذاکراتو د مثبتي پايلې درلودلو په هکله یې شک ښودلی.

الابراهيمي د فرانسوي سايټ »مډيا بارت« سره په مرکه کې ويلي، چې د اسلامي دولت يا داعش ډلې تشکيلاتو رېښې د عراق له کړکيچ سره تړاو لري او وروسته له هغې دا ډله ډيره پياوړې شوه او زيات نفوذ يې په عراق کې وکړ، چې په ۲۰۰۳ ز کال کې د امريکا لخوا پر دغه هېواد يرغل وشو.

د نوموړي په وينا، عراق يو پياوړی مرکزي دولت درلود، چې د ځينې بنديزونو او مجازاتو سره سره يو مډرن دولت بلل کيده او د امريکا له يرغل سره په منځني خيتځ کې د قدرت موازنه خرابه شوه.

د الابرهيمي په وينا دا امريکا وه، چې ايران ته يې د صدام نه د خلاصون وړانديز وکړ اووروسته له هغې، شيعه وسلوالې ډلې رامنځته شوې او امريکا د بعث ګوند او صدام حسين د له منځه وړلو لپاره پر عراق بريد وکړ او داعش د امريکا او ايران ګډ بچی دی.

الابراهيمي د دې پوښتنې په ځواب کې، چېامريکا ولې داسې يوه تيروتنه وکړه، وويل:دا يو »راز« و او زياته يې کړه، چې هغه مهال د عراق دوسيه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په لاس کې نه وه، بلکې د دفاع وزارت داسې کارپوهانو ته سپارل شوې وه، چې له اسراييلو سره يې نږدې اړيکې درلودې لکه پل ولفتيز، اليوت ابراهمز او ريچارډ پرل.

الابراهيمي د سوريې د مذاکراتو د پايلو په هکله ځکه شک ښودلی، چې د ده په وينا د سوريې دولت او مخالفين يې د يوې منځ لارې غوره کولو ته لېواله ندي او هره خوا د مختلفو هېوادونو لکه امريکا، روسيه او ايران لخوا يې ملاتړ کيږي.

جاوید حمیم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button