سید اباد کې عسکرود یاسر په نوم یو ۱۲ کلن ماشوم وژلی

عزم : (جمعه، سلواغې ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې تېره ورځ ۴ بجې د یاسر په نوم ۱۲ کلن ماشوم عسکرو وژلی.
د ملي اردو عسکرو ۱۲ کلن ماشوم یاسر ، د خپل پلار فضل ربي تر مخ په ډزو په شهادت رسولی.
ولسي وګړو لاریون وکړ د حکومت پر ضد یې شعارونه ور کول او د کابل ، کندهار لویه لاره یې وتړله.
په دې اړه تردامهاله سیمه ییزو چارواکو څه ندي ویلي.
د یادونې وړ ده چې په بغلان کې هم د حکومتي عسکرو له لوري د ملکیانو په کورونو د درنو او سپکو وسلو بریدونه تر سره کیږي چې ګڼ شمېر خلکو ته تلفات اوښتي او بې کوره شوي
اصف افغان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button