چاودني په کونړ کي ۵ تنه عسکر وژلي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چي په دغه ولایت کي د ماین یوې چاودني لږترلږه ۵ تنه پولیس وژلي او دوه تنه نور يې ټپیان کړي دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیلي وویل، چي د پولیسو يو رنجر موټر، چي د خپلي پوستې په لوري روان و په ماین الوځول شوی، چي په ترڅ کي يې۵ تنه عسکر وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي دي.

د سيدخیلي په خبره، چي ټپیان روغتون ته ليږدول شوي، چي روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شو ی دی.

په چاودنه کي د پولیسو رنجر موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کي یې د یوې چاودني په ترڅ کي پنځه پولیس وژلي دي.

د یادوني وړ ده، چي کونړ له هغو ولایتونو څخه دی، چي د طالبانو له لوري زیات بریدونه پکي ترسره کیږي او پراخي سیمي يې د طالبانو په ولکه کي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button