هلمند کې طالبانو ۲ پوستې نیولي ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم : (پنجشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل):د هلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ نه په تر لاسه شوي خبر کې ویل شوي، تېره شپه ۱۲ بجې وسله والو طالبانو  د سنګین ولسوالۍ د حاجي شېلې په سیمه کې د عسکرو په ۲ پوستو د سپکو او درنو وسلو بریدونه وکړل.
خبر وایي. جکړه د شپې تر ۴ بجو روانه وه
په یاده جګړه کې ۲ پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي او ۲۲ عسکر وژل شوي.
طالبانو په لیږلي ایمیل کې ویلي، د هلمند په سنګین کې یې له ګډاګي دښمن څخه ۲ پوستې نیولي ۲۲ عسکر وژل شوي او ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوستې.
طالبان وایي ، د ۸ تنو وژل شویو عسکرو جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پراته دي.
همداراز طالبان وایي ، په یاده جګړه کې یوه دهشکه ، یو امریکایي ثقیل ، ۸ امریکایي ټوپکونه ، یو راکت له ۱۳ مرمینو سره له دښمن څخه نیول شوي.
سیمه ییزو چارواکو په دې اړه تر دا مهاله څه ندي ویلي
اصف افغان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button