هرڅوک هم د وژلو وړ نه وي!

قاري سعید 

د هټلر په انځور کې ورسره چپ اړخ ته د نازي المان د وسله سازۍ انجنیر آلبرت اشپیر وینئ، هټلر د همدې مخترع او نابغه په مټ هټلر شوی او د ټولې نړۍ مقابلې ته دریدلی و، آلبرت اشپیر د وسله سازۍ د تاریخ نابغه بلل کیږي،نوموړي د شلمۍ پیرۍ په لومرۍ نیمایي کې د المان د وسلو او مهماتو کیفیت او کمیت هغې کچې ته لوړ کړ چې روس، برتانیا او امریکا ورته ایله لسیزې وروسته ورسیدل. د نوموړي د پوځي نبوغ په مټ هټلر دنولسمي پیړۍ زبرځواک فرانسې فتحه کړه چې تاسو یي له ایفل برج سره فاتحانه انځور وینئ. شورويان یي په خپله پلازمینه لینن ګراد کې یو نیم کال محاصره وساتل، او په برتانیه یي داسې سمندري کلابندي واچوله چې نږدې وه انګریزان له لوږې هلاک شي.
هټلر فرانسه د البرت اشپیر د نبوغ په برکت ونیوله، د فرانسویانو تاریخي حیثیت د اشپیر په لاس رانسکور شو. مګر په مقابل کې کله چې هټلر شکست وخوړ او د اشپیر په شمول یي ټول وزیران او پوځیان زندانی شول فرانسویانو څه وکړل؟
د هټلر په تقریبا ټولو مطرحو ملګرو د اعدام او عمري بند احکام جاري شول، خو اشپیر د خپل استعداد او نبوغ په برکت ازاد کړای شو.
عجیبه دا وه چې فرانسویانو له اشپیر نه ډېرې بدې خاطرې لیدې مګر کله چې دغه د استعداد او نبوغ څښتن د محاکمې میز ته وړاندې شو د فرانسې د مقاومت ګرو مشر جنرال شارل دوګل یي خپله شفاعت وکړ او ویي ویل چې هرڅوک په وژلو نه ارزي دغه د علم او استعداد څښتن پریږدئ چې بشریت یي له استعداده ګټه واخلي.
البرت اشپیر د خپل استعداد له امله په نه اټکلیدونکي توګه ازاد کړی شو تر دې چې له اوږده ژوند وروسته یي په ۱۹۸۱ م کال د زړه د سکتې له امله ساه ورکړه.
خو په دې وطن کې د پوهنتون څخه فارغ ممتاز شاګرد چې هیڅ ادعا او د جرم شک ورباندې نه و راونیول شو، پرته له محاکمې، پرته له څارنوالی او پرته له پوښتنې ګرویږنې یي دژوند نعمت ترې وتروړل شو.
نه پوهیږم د غني افغانستان والا به خپل دا کردار څنګه توجیه کوي؟؟؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button