داعش: اخوان المسلمين ګوند مرتد ده

داعش ډلې په انګريزي ژبه نشريدونکې مجلې “دابق” په نوې ګڼه کې د اخوان المسلمين ګوند باندې توند بريد کړی.
نوموړې ډلې دمجلې په غلاف باندې دمصر دپخواني ولس مشر حافظ محمد مرسي انځور کښلی چې پکې نوموړی په داسې حال کې ښودل کيږي چې په انتخاباتو کې خپله رايه اچوي، د انځور لاندې ليکل شوي “مرتد اخوانيان”.
“دابق” مجلې اخوان المسلمين ګوند په ويجاړوونکي سرطان نومولی، مجله وړاندې زياتوي چې اخوانيانو په ټولو هغو سيمو کې ارتداد نشر کړی چې دوی پکې فعال دي.
مجلې په واضحو ټکو ليکلي چې نوموړی ګوند له مصر څخه راوټوکيد، سوريې او عراق ته راورسيد، او همداسې متحده ايالاتو ته او نورو هغو غربي دولتو ته وغځيد چې طاغوتان واکمني پرې کوي، او په دغو ټولو هيوادونو کې يې داسلام په اړه خپل مرتدې مفکورې نشرول پيل کړل.
د مجلې په وينا داخوان المسلمين دين د سيکولريزم، ديموکراسی، کمونيزم او بوديزم ګډوله ده، چې همدې ټکو دموحدينو په ضد له صليبيانو او طاغوتانو سره ائتلاف ته واداره کړي دي.
مجلې همدغه راز د حماس غورځنګ دسياسي دفتر دمرستيال إسماعيل هنية انځور نشر کړی چې دايراني انقلاب دمرشد اعلی علي خامنئي سره ليدنه کوي او ورسره ليکلي يې دي (چې اخوانيان او روافض دواړه سره يو دي).
مجلې داخوان المسلمين ګوند ټول ملاتړي رابللي چې له نوموړي ګوند څخه برائت اعلان کړي، دداعش له ليکو سره يوځای شي ځکه دمجلې په باور اخوان المسلمين ګوند دهغو افکارو له وجې چې خپل کړي يې دي مشرک ګرځيدلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button