کندهار کې طالبانو یوه مهمه قرار ګاه او ۲۴ پوستې نیولي
عزم : (دوشنبه ، غويي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې طالبانو یوه مهمه قرار ګاه او ۲۴ پوستې نیولي دي.
خبر وایي ، جکړه دوام لري طالبانو په حکومتي عسکرو د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړي.
طالبانو عزم ته په لیږلي ایمیل کې ویلي، د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د دښمن په مرکزونو د درنو او سپکو وسلو بریدونه پیل کړي ، دوی وایې د عمري عملیاتو په لړ کې تېره ورځ مازدیګر د دښمن یوه مهمه قرارګاه او ۲۴ پوستې نیولي او دښمن ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي.
همداراز طالبان وایي ، ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي دي.
طالبانو د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.
سیمه ییزو چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه ندي ویلي.
اصف افغان