بېړا نظام خو همدې ته وایي

زخمي افغان

شاوخوا پنځه میاشتې وشوې چې طالبانو په خپلو ولایتي تشکیلاتو کې یو لړ تغیرات راوستي، په دې لړ کې یو مهم تغیر دا و چې د کندهار ولایت لپاره د پخواني نظامي مسؤل ملا حیات الله مشهور په حاجي لالا په ځای ملا محمدزی آخندټاکل شوی دی.دغه راز د کندهار ولایت  مرستیال او ځیني نور جهادي مسؤلین هم رد او بدل شوي دي.

په داسې حال کې چې د کندهار په ولایت کې حاجي لالا اوس کومه مشخصه دنده نلري بلکه له میاشتو راهیسې د امارت په یوه بله اداره کې په خدمت مصروف دی،حکومتي چارواکو همدا نن  په خورا مد او شد سره اعلان کړه چې دکندهار لپاره د طالبانو والي حاجي لالا یي له خپل مرستیال احمدشاه همت سره وژلی دی.

باور وکړئ ددې خبر په اورېدو که له یوې خوا خندا راغله له بلې خوا د ګوډاګي حکومت ناخبرۍ او کودڼ توب ته هم حیرت یووړم او په دې فکر شوم چې دغه خوبوړي اوبوړي دداسې غفلت په صورت کې حکومت څرنګه  پر مخ بیایي.

بیړا چارواکي، ړانده استخبارات او د کابل ناخبره ویندویان په تیرو پنځو میاشتو کې په دې نه دي خبر شوي چې د طالبانو د کندهار والي څوک دی؟  د کندهار لپاره د طالبانو  والي پنځه میاشتې وړاندې بدل شوی. خو دوی لا هم ناخبره پاته دي.

له والي څخه د ناخبرۍ په شان یي د مرستیال  په حیث د احمد شاه همت اعلانول هم د تعجب او حیرت وړ ده، ملا احمدشاه همت دکندهار ولایت مرستیال نه بلکې په شاولیکوټ کې یو محاذ مشر دی، خو حکومتي چارواکو نوموړی د والي د مرستیال په حیث اعلان کړی دی.

په لوړو نادودو سربیره څرګند درواغ خو دلته  ویل شوي چې په نږدې ورځو کې په شاولیکوټ یا کندهار په بله سیمه کې طالبانو ته هیڅ د پام وړ زیان نه دی اوښتی او نه هم حاجي لالا او ملا احمدشاه ته اندک زیان رسیدلی دی.خو حکومتي چارواکي چې په شاولیکوټ کي یي لسګونه پوستې او تر روزګان د غځیدلې لارې واک له لاسه ورکړی، دخپل تبلیغاتي بیلانس پوره کولو لپاره یي  ددرواغو اټکلي توپ خلاص کړی او  د طالبانو د والي او مرستیال د وژلو دعوه یي کړې ده.

حکومتي چارواکي چې کله د ټیلویزون ګردي میز ته کیني نو بیا د خپلو معلوماتو او کشفیاتو خورا عجیب او غریب نوادر لوستونکو ته وړاندې کوي، دوی پوهیږي چې طالبان راډیو او ټیلویزیون نلري چې سمدستي یي راپسې رښتیا کړي.

مګر دا چې دوی د کندهار دوالي او مرستیال د پيژندلو غوندې د یوې بیخي ښکاره او علني موضوع څخه معلومات نلري او په دې برخه کې یي اوپراتیفي معلومات پنځه میاشتې پخواني دي، تاسو فکر وکړئ چې دطالبانو اړوند د نورو موضوعاتو په اړه به یي معلومات او څرګندونې څومره د باور وړ دي.

له دومره ناخبرۍ سره سره چې حکومتي چارواکي د آګاهۍ او اوپراتیفي قوت لاپې وهي نو سړي ته هماغه ټوکه وریادوي چې یوه سړي دعوه کوله چې زما د درک قوه ډیره سریعه او ځواکمنه ده او په هر شي ډیر زر پوهیږم.

یو چا ترې وپوښتل چې ته یي مثال ووایه څرنګه په یوه شي زر خبریږي او پوهیږي. ده ځواب ورکړ چې آبله ورځ مې په بازار کې پنځه جغندر واخیستل چې ویي خورم، څلور مې وخوړل او چې په پنځم مې شروع وکړه  نو دستي پوه شوم چې اصلا ما خام جغندر اخیستي و خو ګومان مې ورباندې د پخو کړی وی نو ځکه مې بیا هغه پنځم لومړی راته پوخ کړ او بیامې وخوړ.

نو د بیړا نظام د درک او خبرتیا قوت هم ډیر زورور دی چې  پنځه میاشتې بعد هم لا په دې نه دي خبر چې د کندهار لپاره  چې د روانې جګړې تر ټولو ټاکونکی ډګر بلل کیږي د طالبانو جهادي مسؤل څوک دی.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button